د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

سخي: هلمند کې د افغان سرتېرو تلفات یو ناورین دی


د افغانستان مشرانو جرګي اداري پلاوی د هلمند له روان وضعیت او په دې ولایت کې د افغان ځواکونو په تلفاتو اندېښنه څرګندوې او له حکومته غواړي چې په امنیتي پوستونو کې وړ او مسلکي کسان وګماري.

د دې جرګې لومړي مرستیال فرهاد سخي د جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د امنیتي ارګانونو په راس کې غیر مسلکي کسانو حضور د دې سبب شوی چې په هلمند کې امنیتي ځواکونو ته ډېر تلفات واوړي.

د مشرانو جرګې غړي د هلمند ناوړه امنیتي وضعیت او د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو له امله له حکومته غواړي چې په مهمو امنیتي پوستونو کې د کسانو په ګمارنه کې له دقته کار واخلي.

د دې جرګې لومړي مرستیال فرهاد سخي چې د سې شنبې ورځې د جلسې مشري یې کوله د هلمند په جګړې کې د افغان ځواکونو په تلفاتو اندېښنه څرګنده کړه.

د هلمند په پېښه کې د ۱۵۰ افغان سرتېرو وژل کېدل یو لوی ناورین دی
د هلمند په پېښه کې د ۱۵۰ افغان سرتېرو وژل کېدل یو لوی ناورین دی

هغه زیاته کړه:

"د هلمند په پېښه کې د ۱۵۰ افغان سرتېرو وژل کېدل یو لوی ناورین دی دلته موږ په ملي وحدت حکومت او ملي امنیت شورا باندې غږ کوو چې له سلیقوي مقرریو څخه لاس واخلي او وړ کسان په دندو وګماري."

د مشرانو جرګې په غونډه کې دا خبرې وروسته له هغه وشوې چې د هلمند یو شمیر سناتورانو د دغه ولایت له ناوړه امنیتي وضیعت او په پوځي قطعاتو کې د ناسم مدیریت څخه اندېښنه څرګنده کړه.

دوی همدارنګه وویل چې امنيتي مسوولان خلکو ته د هلمند د جګړې په اړه ناسم معلومات ورکوي.

سناتور هاشم الکوزي په دې اړه وویل.

"په لحاظ د خدای په لحاظ د قران د داسې نا سم مدیریت سره به څه وخت دوی سره دا حساب کوی، څه وخت ورته وایې چې وروره په دنده کې پاتې راغلی یې، که چیري نشي کولای لطفآ د هلمند ولایت طالبانو ته تسلیم کړي او هره ورځ زموږ هلمندیان او افغانان دې د غم ټغر ته نه کېنوي."

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند د ولایتي شورا مسوولانو هم د دغه ولایت له ناوړه امنیتي وضعیت څخه اندېښنه ښودلې او خبرداری ورکړی که چیري تازه دمې سرتېري دغه ولایت ته ونه لېږل شي دا ولایت به سقوط وکړي.

خو د هلمند والي حیات الله حیات وایې چې په لښکرګاه ښار کې د طالبانو حملې په شا تنبول شوي او جګړه پای ته رسیدلې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا په امنیتي برخه کې یو شمېر ستونزې مني خو ټينګار کوي چې په لوړو امنیتي پوستونو کې د کسانو په ګمارلو کې پوره دقت شوی.

د دې شورا ویاند تواب غورځنګ په دې اړه وویل:

تواب غورځنګ
تواب غورځنګ

"د امنيتي ځواکونو په لیکو کې او په ځانګړې توګه په لوړو پوستونو کې کسان د وړتیاوو، اړوند سیستم، نظام او خلکو ته د مسوولینو د ژمنتیا په اساس ګمارل کېږي، البته په دې کې شک نشته چې امنيتي ستونزې شته او دا ستونزې په خواشینۍ سره چې یوه لویه برخه له پخوا څخه موجود دي."

نوموړي همدارنګه وویل چې د هلمند د امنيتي وضعیت د ښه کېدو لپاره یوه هر اړخیزه طرحه جوړه شوې او په نږدې ورځو کې د شفق په نوم عملیات به هم پیل شي چې تر ډېره به په دغه ولایت کې متمرکز وي.

دوی همدارنګه وویل چې د افغانستان جمهور رئیس د هرې اوونۍ په جریان کې د ولایتونو له امنیتي مسوولانو سره په اړیکه کې دی او د دغو ستونزو د حل لپاره په پام کې دی چې دا اړیکې هره ورځ وي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG