د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

اتل: که تازه دمه سرتېري ونه رسېږي لښکرګاه سقوط کوي


د هلمند د ولایتي شورا رئیس خبرداری ورکوي، که چېري په ۴۸ ساعتونو کي دغه ولایت ته اضافي سرتېري او هوايي ملاتړ ونه رسېږي لښکرګاه ښار به سقوط وکړي.

کریم اتل وايي د لښکرګاه او مرکزي ولسوالیو د ساتنې په هدف باید تازه دمي سرتېري ورسېږي.

له بلې خوا د پولیسو یوې سرچیني چې د نوم نه ښودلو په شرط يې ازادي راډیو سره خبري کولی وویل په تېرو دوو شپو کې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کي ۱۸ پولیس د وسله والو سره د مخامخ جګړې په ترڅ وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي.

سرچیني وویل د نادعلي په شاول سیمه کي چي وروسته تر یوه خونړي بریده وسله والو ونیوله وړمه شپه ۱۷ پولیس وژل شوي، ۷ ټپیان او ۸ نور لادرکه دي.

خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د افغان ځواکونو مرګ ژوبله تاییدوي خو د کر شمېر په اړه یې معلومات نه لري.

په دې اړه تفصیل له هلمند څخه زموږ د همکار الیاس داعي سره د احمد تکل په خبرو کې واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG