د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۴

پنټاګون: د کندز پر روغتون برید په قصدي توګه نه دی شوی 


په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو پر یو روغتون د برید په اړه د امریکا د دفاع وزارت د څېړنو یو راپور ښيي چې د امریکا ځانګړي ځواکونو چې له افغانانو سره یې همکاري کوله څو ځل له خپلو قوماندانانو څخه غوښتي وو چې په جګړه کې د ګډون حد دې ورته روښانه کړي.

امریکايي پوځي پرسونل چې تېر کال یې د کندوز په سختو جګړو کې یو روغتون په هوايي بریدونو کې په نښه کړ ویلي، هغه مهال په سیمه کې ګډوډي وه او د دوی ماموریت هم بشپړ روښانه نه و.

امریکايي پوځیان وايي د بې پولې ډاکترانو دا روغتون یې په تېروتنه په نښه کړی دی.

په کندوز کې د دې خونړۍ پېښې په اړه د پینتاګون د څېړنو راپور د دوشنبې په ورځ خپور شو.

دا راپور ښيي چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو هغه افسران چې له افغانانو سره يې د سلاکارانو په توګه همکاري کوله تر سختو ډزو لاندې راغلي وو.

په دې راپور کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د یو افسر له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی ویل شوي، څو ځل یې له خپل قوماندان څخه غوښتي وو چې تر کومه حده کولی شي د کندوز ښار په بېر ته نیولو کې له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي؟

تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزارت د یو مخکیني راپور پر بنسټ په کندوز کې پر یو روغتون د برید له کبله رامنځ ته شوي تراژیدي د سختې جګړې په ترڅ کې د یو لړ تېروتنو نتیجه وه.

چې په کې د امریکا یوې سي ۱۳۰ ډوله الوتکې په تېروتنه روغتون داسې یوه ودانۍ ګڼلې وه چې ګوندې د وسله والو طالبانو له خوا اشغال شوې ده.

د بې پولې ډاکترانو پر دې روغتون برید کې د روغتون د کارکونکو او ناروغانو په شمول ۴۲ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي وو.

د لومړنیو څېړنو له مخې ویل شوي وو چې اصلاً باید په کندوز کې پر یوې بلې ودانۍ برید شوی وی خو د سي ۱۳۰ الوتکې د نقشې اخیستنې سیسټم کې تېروتنه د دې سبب شوه چې برید پر روغتون وشي.

د بې پولو ډاکترانو سازمان دا له نړیوالو اصولو او بشري حقونو څخه یوه څرګنده سرغړونه بللې وه او په اړه یې د څېړنو غوښتنه کړې وه.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، دا یو جنګي جنایت نه دی ځکه برید په قصدي توګه پر ملکي هدف نه دی شوی بلکې د تېروتنې نتیجه ده.

په کندوز کې پر دې روغتون د برید په ارتباط د امریکا دفاع وزارت د خپلو۱۶پوځیانو په وړاندې انظباتي اقدمات کړي او ډېر هغه کسان چې مجازات شوي د امریکا د پوځ د ځانګړو ځواکونو غړي دي.

XS
SM
MD
LG