د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

مولیني: کندز کې پر روغتون د حملې په اړه څېړنې د قناعت وړ نه دي


په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي، په کندز ښار کې د دوی پر روغتون د امریکايي ځواکونو د حملې په اړه څېړنې، د دې ټولنې قناعت نه شي حاصلولی.

د دې ټولنې مسؤلینو د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل، د شوې حملې په اړه لا ډېرې پوښتنې ځواب شوي نه دي.

په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو دټولنې مسؤلین وايي، دوی به په کندز ښار کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د امرکايي پوځونو د برید په اړه، یوازې پر پوځي څېړنو قناعت ونه کړي.

دوی د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی وړاندیز کړی و چې دا پېښه دې د حقیقت موندنې د نړیوال بشري کمېسیون لخوا وڅېړل شي، خو تراوسه داسې نه دي شوي او په دې برخه کې د دوی ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

د دې ټولنې مشر ګیلیم مولیني وویل، ترهغې چې دوی ته قانع کوونکی ځواب ونه ویل شي، د کندز ښار د بې پولې ډاکترانو روغتون ته به خپل پرسونل وانه ستوي:

"موږ تر هغه وخته خپل ټیم او هغه کارکوونکي چې له بریده ژوندي وتلي په کندز کې په کار نه شو ګمارلي څو په افغانستان کې په جګړه کې د ښکېلو غاړو له لورې د داسې پېښو د بیا تکرار د مخنیوي قوي ضمانت ترلاسه نه کړو."

ښاغلي مولینې وویل که په جنګ کې ښکېل اړخونه د بشري حقونو د سازمانونه او جنګي وضع شویو مقرراتو پر خلاف عمل وکړي، د ملکي کسانو مرګ ژوبله به زیاته او د روغتیايي خدماتو رسول به ګران شي.

د کندز ښار د تروما پر روغتون د تېر میلادي کال د اکتوبر پر درېیمه د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ۴۲ کسان ووژل شول چې ۱۴ یې د " ایم، ایف، سي" کارکوونکي وو.

په دې برید کې یاد روغتون په بشپړ ډول ویجاړ او په لسګونو عادي خلک په کې ټپیان شول.

په امریکا کې د امریکايي پوځیانو د قوماندانۍ مشر جنرال جوزېف ویتال په دې اړه د جمعې په ورځ د خپلو څېړنو راپور خپور کړ.

په راپور کې راغلي چې د کندز ښار پر روغتون د امریکایي پوځونو هوايي برید جنګي جنایت نه، بلکی یوه تېروتنه وه.

په راپور کې داهم راغلي چې د ځانګړو عملیاتي ځواکونو ۱۶ کسان د پېښې په تړاو پوښتل شوي او څو تنه له قوماندانۍ ایستل شوي دي.

د افغانستان د بشر د حقونو د سازمان رييس لعل ګل لعل وايي، د کندز د روغتون د پېښې په څېړنه کې پکار ده چې د بشري حقونو سازمانونه او کمېسیونه برخه ولري او که نه نو حقایق، نه روښانه کېږي:

"د افغانستان په ډېرو ورته قضایاو کې هم ایتلافو قواو او هم امریکايي ځواکونو خپل ځانونو ته برائت ورکړی دی، دا پایلي د بې پولې ډاکترانو او د قربانیانو کورنیو ته قابل قبول نه دي، موږ هم د دې پېښې بې طرفه څېړنه غواړو، ترڅو اصلي حقایق معلوم شي چې دا پېښه تېروتنه وه او که دا په جنګي جرمونو کې راځي."

د بې پولې ډاکترانو ټولنه داهم وايي، د کندز په پېښه کې د امریکایی ځواکونو یوازې بخښنه غوښتل، کافي نه دي.

د اټولنه وايي، کوم غرامت چې وژل شوي ته ۶۰۰۰ ډالره او ټپی ته ۳۰۰۰ په پام کې نیول شوي، دا هم کافي نه دي.

د کندز روغتون یوازینۍ ملکي ودانۍ نه ده چې د بهرنیو ځواکونو او وسله والو مخالفینو لخوا پرې حمله کېږي بلکې له تېرو شاوخوا څوارلسو کلونو راهیسې ځینې ملکي ځایونه کله د بهرنیو ځواکونو او کله د مخالفینو له بریدونو سره مخ شوی چې ګڼ ملکي کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG