د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

د رسنیو ستونزې، لاملونه او حل لارې څه دي؟


نن د مې د میاشتې دریمه نېټه د رسنیو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

په افغانستان کې د رسنیو نړیواله ورځ په کوم حالت کې نمانځل کېږي؟

د رسنیو ټولیز وضعیت، ستونزې، لاملونه او حل لارې څه دي؟

نا امني، نا سم اقتصادي وضیعت او رسنیو سره په خپل وخت د حکومت له خوا د اطلاعاتو نه شریکول هغه ستونزې دي چې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو څخه د ملاتړ ټولنې د رسنیز کار په وړاندې لوی خنډونه او ننګونې بولي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ټوله کې په دغه هېواد کې د رسنیو وضیعت ښه او له لاسته راوړنو ډک بولي خو ترڅنګ یې یو شمېر دغه ستونزې هم مني چې د افغاني رسنیو کار یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د یاد وزارت ویاند هارون حکیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه هېواد کې د رسنیو د کار په وړاندې ناامني تر ټولو لویه ستونزه ده.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"په افغانستان کې د رسنیو اوسنی وضیعت تر دېره پورې ښه او له لاسته راوړنو ډک ګڼلی شو، تر ډېره ځایه چې د رسنیو د بیان د ازادۍ په برخه کې ستونزې یادېږي هغه د وسله والو مخالفینو له خوا امنیتي ګواښونه دي، دا هغه ګواښونه دي چې ټولو وګړو ته مخامخ دي او د مهارولو لپاره یې حکومت په پرله پسې ډول کوښښ هم کړی دی."

د افغانستان له خپلواکو رسنیو څخه د ملاتړ ټولنې نۍ د معلوماتوله مخې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال له پیل راهیسې په بېلابېلو امنیتي پېښو کې په دغه هېواد کې ۸ خبریالان وژل شوي او شل تنه نور تپیان شوي دي.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې مسوولینو بیا ازادۍ راډیو سره په خبرو کې نا امني او نا سم اقتصادي وضیعت دواړه د رسنیو پر وړاندې مهمې ستونزې یادې کړې.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند د ناسم اقتصادي وضیعت اغیز د رسنیو په کیفیت او د رسنیو د کارکوونکو پر امتیازاتو مني وايي چې ځنیو رسنیو په خپل موثر او ګټور کار سره دغه ستونزې اوارې کړي دي.

د یاد وزارت وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې په ټولیز ډول دوی ۲۴۴۵ بېلابېلو رسنیو ته د فعالیت جواز ورکړی دی.

خو د افغانستان له خپلواکو رسنیو څخه د ملاتړ ټولنه نۍ وايي چې اوس مهال په ټول افغانستان کې ۵۷ تلویزیونونه، ۱۴۰ راډیوګانې او ۲۱۴ چاپي رسنۍ عملاً فعالې دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې د ناسم اقتصادي وضیعت له امله په تېرو درېیو کلونو کې تر ۱۵۰ زیاتې رسنۍ تړل شوي چې له دې شمېره یو تلویزون ۷ راډیوګانې او نورې چاپي رسنۍ دي.

د نۍ مشر مجیب خلوتګر
د نۍ مشر مجیب خلوتګر

د نۍ مشر مجیب خلوتګر دغه شان په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې د یادو ستونزو سربېره یوه بله زیاتونه هم کوي وايي:

"افغان حکومت هم هغه ډول او څنګه چې قوانینو کې راغلي دي همکاري نه کوي، اطلاعاتو ته د لاس رسي وضعیت ښه نه دی، په ځانګړي ډول امنیتي اطلاعات رسنۍ په ډېرې سختۍ سره تر لاسه کوي او یا یې هم بیخي نه شي تر لاسه کولای."

خو افغان حکومت وايي چې دوی له رسنیو څخه ملاتړ او دوی سره د معلوماتو د شریکولو په برخه کې ژمن دي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په دې اړه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې رسنۍ حکومت سره د ډیموکراسۍ په بنسټیز کولو او د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري کوي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال
د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"افغان ولسمشر نه دي ویلي چې معلومات دې سانسور شي او د رسنیو په واک کې دې نه ورکول کېږي، له لومړې ورځې یې ویلي چې هر څه وي باید له رسنیو سره وي او رسنۍ حکومت سره د ډیموکراسۍ په بنسټیز کولو او د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري کوي."

ښاغلي مینه پال دغه شان په دغه هېواد کې د بیان د ازادۍ وضیعت هیله بخښونکی ګڼي وايي، د نړۍ د بې پولي خبریالانو د ټولنې وروستی راپور ښيي چې افغانستان د بیان د ازادۍ په برخه کې تر ګاونډیانو او ان د سیمې تر هېوادونو مخکې دی.

خو د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنه دا راپور خوشباورانه ګڼي وايي چې د پخوا په پرتله اوس په افغانستان د بیان د ازادۍ په وړاندې ګواښونه ډېر دي.

رحیم الله سمندر
رحیم الله سمندر

د دغې ټولنې مشر رحیم الله سمندر وايي:

"دا څنګه امکان لري چې یو څوک دې په پاریس کې ناست وي او د ټول افغانستان د ولایتونو او ولسوالیو وضیعت وارزولی شي، نو بناً دا یو خوشباورانه رقم دی، وضیعت هغسې نه دی، وضیعت تاسې ته معلوم دی. یعنې په عملي ډول که ته اوس خبر لیکي، خبر لیکنه کوې تر پخوا اوس ګواښ ډېر دی."

د بې پولي خبریالانو د ټولنې د راپورله مخې افغانستان د بیان د ازادۍ په برخه کې په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۲۰ ځای خپل کړی دی.

افغان حکومت په دې وروستیو کې په یو طرزالعمل کاري کوي چې له مخې به یې تر ډېره د رسنیو او ژورنالیستو خوندیتوب تضمین شي، د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې د دې طرزالعمل هرکلی کړی دا یې د حکومت له خوا یو مثبت ګام بللی دی.

د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ د ټولنې مشر مجیب خلوتګر وايي، افغان حکومت باید د رسنیو په وړاندې استخباراتي لید او له دوی څخه وېره ونه لري او کوم معلومات چې دوی ورته اړتیا لري په واک کې یې ورکړي.

د ښاغلي خلوتګر په وینا که دا شان وشي نو افغاني رسنۍ به نه یوازې دا چې د حکومت پرځای کره کتونکي اووسي په یو شمېر مواردو کې د دوی مرسته کوونکي او ملاتړي هم کیدا شي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:42 0:00
مستقیم لېنک

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG