د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

څه ډول یوه افغان خبریال په امپراتور شهرت وموند؟


یو افغان خبریال د خپلې دندې په ترلاسه ورکولو سره مجبوره شوی دی چې اوس مهال په بلخ ولایت کې د لیلامي بوټانو یوه هټۍ جوړه کړي.

دا افغان خبریال چې سید هدایت الله هاشمي نومیږي او له کلونو راپدې خوا یې په رسنیو کې دنده ترسره کړې له ازادي راډیو سره یې په یوه ځانګړي مرکه کې ویلي دي چې د روزګار تنګدستۍ او په رسنیو کې ورته د کاري فرصت نشتون اړ ایستی چې له خپل مسلکه فاصله ونیسي.

د کاري فرصت نشتون او بد اقتصادي وضعیت یو افغان خبریال اړ ایستی دی چې په مزارشریف کې د لیلامي بوټانو هټۍ جوړه کړي.

سید هدایت لله هاشمي د ژبې او ادبیاتو په څانګه کې لوړې زده کړې کړي او له کابو ۷ کلونو راپدېخوا یې په مختلفو چاپي او تصویري رسنیو کې د خبریال او ایډیټور په توګه دنده ترسره کړې ده.

ښاغلي هاشمي د درېیو کلونو راپدې خوا د "جمهور" په نامه له یوه خبري اژانس سره کار کاوه، د هغه په خبره چې په دې رسنۍ کې د مالي بحران د رامنځته کېدو له امله دوې نیمې میاشتې کیږي چې دنده یې پرېښې ده.

سید هدایت الله هاشمي چې اوس یې ټول د امپراتور په نامه یادوي، دی وايي چې د ژوندي پاتې کېدو او د حلال رزق د ترلاسه کولو په مقصد یې د پور په پیسو د لیلامي بوټانو یوه هټۍ جوړه کړه.

هاشمي په دې هټۍ کې د "امپراتور د بوټانو هټۍ" نوم اېښتی دی.

دا چې ولې امپراتور؟ د هغه له ژبې اورو:

"له دې سره چې د امپراتورۍ دوره تېره شوې ده، خو زما هیله دا وه چې په دې حوزه کې ټول موجوده اسلامي هېوادوه تر یوه بیرغ لاندې راغونډ شي.له چینه تر ترکیې او له هند سمندرګي یا کراچۍ څخه تر روسیې سرحدي پولو قزاقستان او قرغستان پورې ټول دا هېوادونه تر یوه حاکمیت لاندې وي او موجوده ناخوالو او بدبختیو ته یې د پای ټکی اېښودی وي او په همدې توګه یې یو لوی قدرت رامنځته کړی وي."

دا افغان خبریال په هېواد کې پاتې کېدل نسبت په بهر کې ژوند کولو ته ترجیح ورکوي.

امپراتور وايي چې یو ځل یې په ځوانۍ کې د وطنه د آوارګي خوار ژوند تجربه کړی دی.

هغه وویل: مشهور متل دی، هر ځای چې لاړ شې د اسمان رنګ یې یو دی او زه غواړم چې په خپل هېواد کې پر ولسمشر نیوکه وکړم او تر پردي اسمان لاندې له پولیسو ونه وېرېږم.

هغه وویل:

"کله چې په خپل وطن کې یم هېڅ وېره نه لرم او د یوه مدني فعال او خبریال په توګه پر ولسمشر نیوکه کوم، خو کله چې په ګاونډي هېواد کې وم د سړک پر سر مې چې پولیس لیده ځان به مې پټ کړ ترڅو رانه د اسنادو پوښتنه ونه کړي او توهین و تحقیر مې نه کړي."

له دې افغان خبریال مې وپوښتل چې ولې دې دولتي وظیفې ته مخه نکړه؟ ځواب یې دا وه:

"دولتي دندې ته چې کوم بستونه اعلانیږي اوږدې مودې ته اړتیا لري ترڅو طی مراحل شي، زه څه ډول درې میاشتې ځان ته د ډوډۍ پیدا کولو پیسې ترلاسه کړم او بل دا چې که ته غواړئ بلخ ولایت کې د ښوونکې په حیث دنده ترلاسه کړې باید ۶۰ زره افغانۍ رشوت ورکړې."

هاشمي په دولت نیوکه لري چې ځوانانو ته یې د کار زمینه نه ده مساعد کړې او یاده مسله سبب شوې چې ۳۰ سلنه خبریالان او میلیونونه کسان په دې هېواد کې د بې سرنوشتۍ په حالت کې ووسي.

امپراتو لا هم په رسنیو کې کار کولو ته لېواله دی خو وايي چې د ژوند تنګدستۍ د "امپراتور د بوټانو هټۍ" جوړولو ته اړ ویست.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی، بلخ

XS
SM
MD
LG