د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

"په رسنیو باندې تر ټولو زیات فشار په منځني ختیځ او ترکیه کې و"


تېرکال په نړۍ کې د مطبوعاتو آزادي د سیاسي، جنايي او ډار اچوونکو عناصرو د فشار له امله دومره راولوېده چې په تېرو ۱۲ کلونو کې یې ساری نه لیدل کیږي.

دا خبره د بشري حقوقو د څارنې یو سازمان چې مرکزي دفتر یې په امریکا کې دی کړې.

په واشنګټن کې د فریډم هاوس سازمان په خپل کلني رپوت کې چې نن یې خپور کړ وايي، په رسنیو باندې تر ټولو زیات فشار په منځني ختیځ او ترکیه کې وو چېرته چې حکومتونو او وسله والو ډلو خبریالان مجبورول چې بې طرفه پاته نه شي او داسې فضا یې رامنځته کړې وه چې خبریالان يې یا خپل کسان ګڼل یا خپل مخالفین.

رپوټ وايي چې تېر کال د خبریالانو تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په سوریه کې وه.

۱۴ خبریالان تېر کال په سوریه کې او درې نور سوري خبریالان په ترکیه کې ظاهراً د اسلامي دولت ډلې کسانو له خوا وژل شوي دي.

د فریډم هاوس رپوټ زیاتوي چې د ترکیې حکومت په رسنیو د فشار زیاتولو لپاره له واقعي او مجازي امنیتي ګواښونو کار اخیستی او د دغه هېواد جمهور رئیس رجب طیب اردوغان په یو شمېر خبریالانو، ویبلاګ لیکوونکو او د ټولنیزو رسنیو کار اخیستونکو باندې د سپکاوي تورونه هم لګولي دي.

رپوټ روسیه د نوېو دولتي تبلیغاتو یا پروپاګنډ مبتکر هېواد ګڼي چې د معلوماتو کنټرول يې په داخل کې ټینګ کړی او هلې ځلې کوي چې په ګاونډېو هېوادونو لکه اوکراین، مولدوا او د بالټیک او منځنۍ اسیا په هېوادونو کې رسنۍ تر خپل تاثیر لاندې راولي.

ایلین اګیکیان، د فریډم هاوس یوې کارپوهې ازادي راډیو ته وویل:

"موږ ډیر داسې هېوادونه ولیدل چې له دغه نظر سره په لانجه کې دي چې له هغو مطالبو سره چې د خبرونو په څېر ښکاري خو کله ناکله سیاسي انګیزه لري څه وکړي."

میرمن اګیکیان زیاتوي چې دغسې وضعیت په لاتویا، لیتوانیا او مولدوا کې لیدل شوی دی.

هغه وايي چې په ډیرو هېوادونو کې له پخوا راهیسې دا ستونزه لیدل کیږي چې دوی له یوې خوا غواړي د دغسې خبرونو د برید مخه ونیسي خو په عین وخت کې دا هم نه غواړي چې خود سانسوري رواج کړي.

د فریډم هاوس په رپوټ کې راغلي دي چې د روسيې حکومت دننه په هېواد کې د اوکراین څخه د ناسمو خبرونو د خپرولو د ماشین پاملرنه په سوریه کې پوځي مداخلې ته چې د پوتین تر ټولو نوې بهرنۍ اتلولي يې ګڼي واړوله.

رپوټ زیاتوي چې روسي چارواکي انلاین ژورنالېزم چې په روسیه کې د بیان د ازادي لپاره کوچنۍ پاته فضا ګڼل کیږي هم تر فشار لاندې ساتلي.

د فریډم هاوس رپوټ په ۱۹۹هېوادونو او سیمو کې د رسنیو ازادي ارزولي ده.

په دغې ارزیابې کې رسنۍ یا ازادې یا جزوي ازادي یا غیر ازادي ګڼل شوي دي.

د ۱۰ هغو هېوادونو او سیمو څخه چې د رپوټ له مخې یې په رسنیو تر ټولو سخت قیودات لګول شوي پنځو ته یې ازادي راډیو خپرونې لري.

د کریمیا د ټاپو وزمې ترڅنګ، دغه هېوادونه، بیلاروس، ایران، ازبکستان او ترکمنستان دي.

په رسنیو کې تر ټولو سخت قیودات په شمالي کوریا کې لګول شوي.

میرمن اګیکیان وايي، د منځنۍ اسیا په ځینو هېوادونو کې د رسنیو د ازادي په نسبت کلونه راهیسې کوم بدلون نه دی رامنځ ته شوی.

اګیکیان وايي:

"د منځنۍ اسیا په ځینو هېوادونو لکه ترکمنستان کې کلونه کیږي چې کوم بدلون نه دی رامنځ ته شوی، محیط ډیر بند دی. په نورو هېوادونو لکه تاجکستان کې موږ د اسلامي سیاسي ګوندونو د ځپلو په ترڅنګ د بیان د ازادي ځپل هم ولیدل."

د فریډم هاوس رپوټ لیکي چې په ځینو اروپايي هېوادونو لکه پولنډ او سربیا کې هم تېر کال د رسنیو ازادي راولولیده.

XS
SM
MD
LG