د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

د خوست سیمه ییزې رسنۍ له مالي بحران سره مخ دي


د خوست د یو شمېر رسنیو مسؤلین او د بېلابېلو ملي او نړیوالو مطبوعاتو خبریالان د محلي رسنیو د مالي سرچینو په کمېدو اندېښنه څرګندوي او وايي که چېرې د مالي ملاتړ لپاره يې برنامې جوړې نشي، نو ښايي ډېری يې د سقوط له حالت سره مخامخې شي.

دوی چې د دوشنبې په ورځ په یاد ولایت کې د می د درېمې یا د رسنیو د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې راټول شوي و، پر وخت مالوماتو د نه لاسرسي په ګډون د رسنیو مالي ستونزې او د حکومت لخوا د رسنیو د خبریالانو د روزنې لپاره د پروګرامونو نشتون هغه ستونزې وبللې چې د رسنیو خپرنیز کیفیت يې اغېزمن کړی دی.

لکیوال او ژورنالېست زاهد شاه انګار ازادي راډیو ته د ځايي رسینو ځنې ننګونې داسې په ګوته کوي:

"د رسنیو د اعلاناتو مارکېټ په کابل کې محدود د رسنیو مافیا په لاس کې لري چې هغوی په خپله نفع له هغې نه استفاده کوي، زیاتره رسنۍ مسلکي کارکوونکي لکه څرنګه چې لازمه ده دوی نشي کولای هغوی ته معاش ورکړي، بله ستونزه داده چې دولت په خوست کې د رسنیو سره نه په تخنیکي، نه په مسلکي، نه د ټرینګونو او ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې هېڅ ډول مرسته هم نه ده کړې."

د یوسف منګل په نوم یو ځايي خبریال وايي چې د سیمه ییزو رسنیو ډېره ناچیزه برخه کارکوونکي د خپلو ادارو لخوا ټاکلي معاشونه لري:

"په یوه رسنۍ کې تقریباً له شلو تر دېرشو پورې کسان کار کوي چې په دې کې که پنځو کسانو ته معاش ورکړي ډېر به وي، یانې ۲۵ کسان بې معاشه کار کوي، لامل يې دادی چې دوی ثابتې مالي سرچینې نه لري."

په وروستیو کلونو کې یو شمېر رسنیو بې وزلو او زیانمنو خلکو لپاره د مرستې د راټولو ځنې ځانګړې خپرونې چمتو کوي چې تر یوه بریده يې پایلې ګټورې تمامې شوې دي.

دا ډول یوه خپرونه په خوست کې سلطان محمود خیرخوا چمتو کوي دی وايي:

"کچېرې رسنۍ په دقیق ډول خپل مسؤلیت وپېژني ډېر خیر يې خلکو ته رسېږي، زه هم د مطبوعاتو د کورنۍ یو کس یم چې د مظلومې سلګۍ په نوم یوه خیریه خپرونه لرم، تر دې مهاله مې له همدې لارې بې وزلو سره څلوېښت میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده، مرسته مې له ولسه راټوله کړې او ولس سره مې مرسته کړې ده."

د خوست د شیخ زاید پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد رباني وحدت لمانځ غونډه ګټوره بولي او وايي چې دا ناسته نمایشي نه وه، بلکې په دې دستوره کې د رسنیو عیني مسایل وڅېړل شول او کچېرې د رسنیو چلونکي يې په پام کې ونیسي، نو خپله وجیبه به يې په ښه توګه سرته رسولي وي.

د نظر خاوند او د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کارکوونکی یوسف ملاتړ وايي چې د بیان ازادي په نړیوالو میثاقونو او د افغانستان په موضوعه قوانینو کې د وګړو د اساسي حق په توګه تسجیل شوی دی.

دی زیاتوي افغان حکومت قانوني مکلفیت لري چې د بیان له ازادۍ څخه ساتنه او حمایت وکړي.

په خوست کې دا مهال درې سیمه ییز تلویزیونونه، نهه سیمه ییزې راډیوګانې او ګڼې چاپي رسنۍ خپرونې لري.

یاده دې وي، د می درېیمه یا د رسنیو نړیواله ورځ په لومړي ځل په ۱۹۹۱ زیږدیز کال کې د یونسکو د عمومي کنفرانس له لارې رسمي شوه او په ۱۹۹۳ زیږدیز کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع له خوا په تصویب ورسېده او له هغه ورځې راپدیخوا هر کال د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې د رسنیو د نړیوالې ورځې په نوم لمانځل کېږي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG