د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

په افغانستان کې د لاسي ساعتونو د پېر او پلور بازار له پیکه کېدو شکایت


ارشیف: یو شمېر لاسي ساعتونه
ارشیف: یو شمېر لاسي ساعتونه

یو شمېر ساعت پلورونکي د لاسي ساعتونو د پېر او پلور بازار له پیکه کېدو شکایت کوي.

د دوی په خبره، پخوا به خلکو لاسي ساعتونه ډېر کارول، خو اوس د دغه ساعتونو له کارولو سره لېوالتیا کمه شوې ده.

دوی د ټکنالوژۍ وده او په موبایلونو کې د ساعت شتون د لاسي ساعتونو د پېر او پلور بازار د پیکه کېدو او نه کارولو یو له اصلي لاملونو څخه ګڼي.

په کابل کې ساعت پلورونکو پژمان ازادي راډيو ته وویل: "د سټایل لپاره یې خلک اخلي. په تېرو وختونو کې چې به خلکو ډېر پېرودل ځکه چې یو چا ته به یې ډالۍ ورکول."

عبدالحمید، چې له شلو کلونو راهیسې په نیمروز ولایت کې د ساعتونو پلورنځی لري، د خپل کاروبار په اړه یې ازادي راډیو ته وویل: "د ساعت پلورلو کار کې ګټه نه‌شته. ځینې خلک یې فقط د محفلونو لپاره اخلي. هېڅ ګټه‌وټه نه کوي."

یو شمېر خلک هم دا تاییدوي چې دوی د لاسي ساعت پرځای اوس د وخت پېژندلو او مدیریت کولو لپاره د موبایلونو ساعت کاروي.

د هرات اوسېدونکی هاشم وايي: "ساعت د ژوند وخت ټاکي، دا یوه اړتیا ده، خو د موبایل له راتګ سره اوس ډېر خلک لاسي ساعتونه کم کاروي."

خو د غزني ولایت اوسېدونکي حشمت ازادي راډيو ته وویل چې تر ډېره لاسي ساعت د فېشن لپاره کاروي.

هغه وايي: "زه پخپله ساعت لږ کاروم، یوازې یې د فېشن لپاره کاروم، که اړتیا وي د لاس ساعت کاروو، که اړتیا نه وي نو موږ د موبایل له ساعت څخه کار اخلو."

ارشیف: یو لاسي ساعت
ارشیف: یو لاسي ساعت

یو شمېر ساعت جوړونکې هم وايي چې دې مسئلې د دوی پر کاروبار اغېز کړی.

د کابل د مريم لېسې په بازار کې يو تن ساعت جوړونکي فواد ازادي راډيو ته وويل: "پخوا به ټولو خلکو ساعتونه کارول، قدیمي ساعتونه وو، زیات کارول کېده. اوس د لاسي ساعتونو کارول کم شوي او له کله چې موبایلونه راوتلي د ساعت جوړونه کمه شوې، څوک خپل ساعت نه ترمیموي."

ساعت، یو له پخوانیو انساني اختراعاتو څخه دی چې د وخت په تېرېدو سره یې ظاهري بڼې او هم د ټکنالوژۍ له پلوه بدلون موندلی، خو له اختراع وروسته یې په ټولو پړاوونو کې ځانګړی ارزښت درلودلی او لري یې.

مخکې له دې چې موبایلونه په ساعتونو سمبال شي، خلکو اکثره دېوالي ساعتونه او لاسي ساعتونه کارول ترڅو په وخت پوه او مدیریت یې کړي.

سرمېزي ساعتونه او د کمپیوټر ساعتونه، نقلیه وسایطو کې په ځانګړې توګه موټرو کې ساعتونه، د ساعتونو نور ډولونه دي چې خلکو سره نن سبا د وخت په ښه توګه اداره کولو کې مرسته کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG