د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۵

ملګري ملتونه: په میلیونونه افغانان خوراکي توکو ته لاسرسی تر ټولو جدي اړتیا ګڼي


ارشیف: په افغانستان کې پر اړمنو وچه ډوډۍ ویشل کېږي.
ارشیف: په افغانستان کې پر اړمنو وچه ډوډۍ ویشل کېږي.

ملګري ملتونه وايي چې اوس په میلیونونه افغانان خوراکي توکو ته لاسرسی تر ټولو جدي اړتیا ګڼي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یوه نوي راپور پایلې ښيي چې د دغه هېواد ډېری وګړي د خوراکي توکو، کور او روغتیايي خدمتونو د تامينولو توان نه لري او له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي.

یاد سازمان د پنجشنبې په ورځ "په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳م کال د کلني راپور د پایلو" په خپرولو سره زیاته کړې چې اوسمهال میلیونونه افغانان خوراکي توکو ته لاسرسی د دوی تر ټولو اړینه اړتیا بولي.

د دغه راپور له مخې، سږ کال به په افغانستان کې شاوخوا ۱۵،۸ میلیونه وګړي د خوړو د خوندیتوب له بېړنۍ کچې او ناورین سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو په کلني راپور کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو د جبري ایستلو او طبیعي پېښو په ګډون ګڼو ستونزو ته په اشارې سره له افغانستان څخه د نړیوالو ملاتړ او د دوامداره ګډون پر اړتیا ټینګار شوی دی.

ارشیف: په کابل کې د یوې بېوزله کورنۍ دسترخوان
ارشیف: په کابل کې د یوې بېوزله کورنۍ دسترخوان

په دوام کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د دې سازمان د بشري مرستو همغږي کوونکې انډریکا راټواټ په حواله راغلي، له نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي چې "د راتلونکي فصل په پیلېدو په ۲۰۲۴م کال کې د هغو غوښتنو سره سم چې له افغانانو یې اورېدلي دي، د بشري حقونو اصولو ته ژمن پاتې شي او د جنسیتي برابرۍ، د ښځو د پیاوړتیا او په ټول افغانستان کې زده کړو ته د مساوي لاسرسي لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي."

په ورته وخت کې په افغانستان کې یو شمېر اړمنې کورنۍ وايي چې له اقتصادي او روغتیايي ستونزو سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري.

د کابل او بلخ ولایتونو اوسېدونکو دوو مېرمنو چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخيستل شي ازادي راډيو ته خپل نظرونه شریک کړي دي.

د کابل اوسېدونکې وویل: "له هغه وخته چې طالبان راغلي هیڅ کاروبار نه‌شته. یو اوه کلن زوی او دوه لوڼې لرم، مېړه مې سپین ږیری دی او کار نه‌لري، پښه يې ژوبله ده او باید عملیات شي، خو پیسې یې نه‌لرم. مونږ په زیر زميني کې ژوند کوو، سوړ ژمی مو په ډېرې سختۍ تېر کړ او اوس مو هم اقتصاد ډېر ضعیف دی."

په ورته مهال د بلخ اوسېدونکې وویل: "ماشومان مې ناروغان دي، زه ناروغه یم. خوړلو ته څه نه‌لرو. مېړه مې د اعصاب تکلیف لري، کار نه‌شي کولای. غوړي نه لرو چې له کچالو پیاوه یا ښوروا پخه کړم. په یوه میاشت کې شاید یو من وريجې پیدا کړو چې پخې يې کړو او ویې خورو."

ارشیف: په ارزګان کې پر اړمنو د خوراکي توکو د وېش له بهیره یو انځور
ارشیف: په ارزګان کې پر اړمنو د خوراکي توکو د وېش له بهیره یو انځور

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د خپل مارچ میاشتې په راپور کې ویلي وو چې سږ کال به نږدې ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري چې تر نیمايي زیات یې نجونې او ښځې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې په افغانستان کې بشري وضعیت هغومره هم خراب نه دی لکه څنګه چې د نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې ښودل شوی، خو د راپورونو له مخې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې په دې هېواد کې بېوزلي او د بېکارۍ کچه لوړه شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG