د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

آر‌ایس‌ایف: افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې ۲۶ درجې شاتګ کړی


ارشیف: په کابل کې د یوې رسنۍ نیوز روم یا د خبر څانګه
ارشیف: په کابل کې د یوې رسنۍ نیوز روم یا د خبر څانګه

د بې پولي خبریالانو سازمان یا "آرایس‌ایف" وايي چې افغانستان کې د خبریالانو د مرګ ژوبلې او توقیف له امله دا هېواد د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې ۲۶ درجې شاته تللی دی.

په داسې حال کې چې نن د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ده د بې پولې خبریالانو بنسټ وايي، افغانستان د رسنیو د ازادۍ د شاخص پر بنسټ په نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو بد هېواد دی.

د دغه سازمان په راپور کې چې نن خپور شو راغلي چې چې افغانستان کې د خبریالانو د مرګ‌ژوبلې او توقیف له کبله دا هېواد د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې ۲۶ درجې شاتګ کړی دی.

ارشیف: په کابل کې یو شمېر خبریالان
ارشیف: په کابل کې یو شمېر خبریالان

د دغې موندنې له مخې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې له اریتیریا او سوریې څخه وروسته په نړۍ کې د مطبوعاتو په ازادۍ کې په ۱۸۷م مقام کې دی په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳م کال کې افغانستان په دې شاخص کې ۱۵۲م مقام خپل کړی و.

ناروې، ډنمارک، سویډن، هالند، فنلنډ، استونیا، پرتګال، ایرلینډ، سویس او جرمني بیا په ترتیب سره له لومړي څخه تر لسم مقام لري.

"آرایس‌ایف" ویلي، اوسمهال زیات شمېر افغان خبریالان له افغانستانه وتلي او هغه چې پاتې دي د طالبانو د استخباراتو له لوري د نیولو له ګواښ سره مخ دي.

د "آرایس‌ایف" په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې خبریالان په خپل سري ډول نیول کېږي او څو ورځې او یا میاشتې ربړول کېږي.

په راپور کې د فرانسوي افغان خبریال مرتضی بهبودي نیولو ته اشاره شوې چې څنګه هغه د ۲۰۲۳م کال په جنورۍ میاشت کې له نیول کېدو وروسته نهه میاشتې زنداني شو.

خو د طالبانو حکومت مخکې ویلي چې خبریالان د خپل رسنیز کار په تړاو نه دي نیول شوي.

د "آرایس‌ایف" په راپور کې دغه شان راغلي چې د خبریالانو له لوري په حاکم نظام نیوکه کول جرم دی او خبریالان اړ دي چې ځانونه سانسور کړي، ان دا چې د راپور په ټکو په یو شمېر ولایتونو کې خبریالان اړ دی چې خپل راپورونه له خپرېدو وړاندې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته واستوي.

په دې راپور کې دا هم راغلي چې اوسمهال په جلا وطنۍ کې یو څو ځانګړې رسنۍ د افغانستان رښتینو پېښو ته انعکاس ورکوي او خلک اړ دي چې د انټرنېټ له لارې دغه رسنۍ تعقیب کړي.

د دغه راپور پر بنسټ په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د رسنیو ازادي له منځه تللې او د طالبانو په لومړیو درېیو میاشتو واکمنۍ کې نږدې ۴۳ سلنه رسنۍ وتړل شوې.

"آرایس‌ایف" ویلي چې د ۱۲زره افغان خبریالانو له ډلې دوه په درېیمه برخه یې خپل مسلک پرېښی او په هر لسو ښځینه خبریالانو کې د اته خبریالانو د کار مخه نیول شوې او ځینې چې لا هم کار کوي له ډول ډول محدودیتونو سره مخ دي.

په همدې حال کې یو شمېر افغان خبریالان وايي په افغانستان کې رسنۍ تر سخت فشار لاندې دي او هیڅ خبریال نه شي کولای حقیقتونه ووايي.

ارشیف: په کابل ک ې له خبریالانو سره د طالب وسله والو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل ک ې له خبریالانو سره د طالب وسله والو د چلند یو انځور

یو افغان خبریال چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "په افغانستان کې په اوس وخت کې هېڅ رسنۍ نه انتقادي خپرونه کولای شي او نه هم انتقادي راپور خپرولای شي، که یې خپره کړي رسنۍ بندېږي او خبریال یې بندي کېږي. زه له طالبانو غواړم چې رسنۍ مه سانسور کوئ، رسنۍ د ولس غږ دی، رسنۍ ستاسې غږ دی، دا پرېږدئ چې حقیقتونه ووایي او د ولس غږ د چارواکو تر غوږونو ورسوي. خبریال یو قلم او کاغذ لري حاکم نظام باید له قلم او کاغذ وېره ونه لري. "

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د "آرایس‌ایف" د نوي راپور او هم د افغان خبربالانو د ادعا په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد نظر هم ولري، خو نوموړي اړیکه ځواب نه کړه، خو مجاهد تېره ورځ د یوناما د وروستي راپور په غبرګون یو شمېر کورنیو رسنیو ته په لېږلي غږیز پیغام کې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې رسنۍ د یوه قانون په اډانه کې د فعالیت ازادي لري چې پیغام رسونه وکړي، راپور ورکړي او په بېلابېلو بحثونو کې نیوکې هم کوي.

د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد

نن د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ده.

د رسنیو ګڼو ملاتړو بنسټونو او بېلابېلو نړیوالو سازمانونو هم د دغې ورځې په مناسبت په خپلو اعلامیو، بیانونو او څرګندونو کې طالبان د بیان پر ازادۍ پر محدودیت تورن کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG