د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ د رسنیو ځینې ملاتړي بنسټونه: طالبانو د رسنیو ازادي اخیستې


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

نن جمعه د مې مياشتې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ده.

د مې د میاشتې درېيمه "د مطبوعاتو يا رسنيو د ازادۍ نړیواله ورځ" په داسې حال کې رارسېږي چې په افغانستان کې یو شمېر خبریالان ادعا کوي چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د لګول شویو بنديزونو له امله د مطبوعاتو ازادي او رسنيز فعالیتونه زیانمن شوي دي.

په کور دننه یوې خبریالې چې مخکې د طالبانو د حکومت له‌خوا د خپل کار له امله نیول شوې وه د امنيتي حساسيتونو له وجې د نوم د نه ښودلو او د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وويل: "په افغانستان کې په ټوله کې د رسنیو وضعیت ښه نه دى، ځکه چې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له امله محدودیتونه، سانسور، اقتصادي او مالي ستونزې او همدارنګه وېره او ګواښونه دا هغه څه دي چې خبریالان په افغانستان کې ورسره مخ دي."

ارشیف: په کابل کې د یوې خبري غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د یوې خبري غونډې انځور

په افغانستان کې دننه یو بل خبریال هم چې د موضوع د حساسیت له امله يې نه غوښتل نوم او اصلي غږ یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې که د طالبانو د حکومت د غوښتنو خلاف عمل وکړي نو د هغو کسانو له برخليک سره به مخ شي چې نیول شوي او شکنجه شوي دي.

هغه وویل: "که موږ هغه څه ونه کړو چې اوسنی حکومت یې غواړي، زموږ برخلیک به هماغه وي چې د استخباراتو او یا د اسلامي امارت د امر بالمعروف له لوري نیول شوي، بندیان شوي او شکنجه شوي دي. خبريالي په افغانستان کې ډېر ستونزمن کار دی."

په ورته وخت کې د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه ادعا کوي چې د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو قانوني ازادي تر پښو لاندې شوې او د طالبانو حکوحت غواړي له کورنيو رسنیو څخه د خپلو ګټو لپاره د تبلیغاتي وسیلې په توګه کار واخلي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د کمېټې مشرې سمیه ولیزاده ازادي راډیو ته وویل: "واکمنې ډلې غواړي چې په افغانستان کې دننه له رسنیو څخه د ځان په ګټه د تبلیغاتي ټربيون په توګه کار واخلي. د ځان سانسور او محدودیتونه تنظیم شوي ځکه کوم جنایتونه چې د دې ډلې له‌خوا ترسره کېږي نه غواړي چې خلک ترې خبر شي او حتی که څوک د حکومت پر کړنو نیوکه وکړي، نیول کېږي او تحقیق ورنه کېږي."

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د کمېټې مشره سمیه ولیزاده
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د کمېټې مشره سمیه ولیزاده

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۱۴۰۲ کال د کلني راپور پر بنسټ، د یوه کال په ترڅ کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې لږترلږه ۱۳۹ پېښې ثبت شوي چې ۸۰ پېښې یې د ګواښونو او ۵۹ نورې يې د خبریالانو د نیول کېدو پېښې دي.

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۲ کال کې د طالبانو د حکومت له خوا د بیان د ازادۍ او د رسنیو د کار د څرنګوالي په اړه ۱۷ کړنلارې صادرې شوي چې په افغانستان کې د خبریالانو د ځان سانسورولو لامل شوي او اطلاعاتو ته لاسرسی یې محدود کړی دی.

د رسنیو د حقونو فعال او د افغانستان د رسنیو د خوندیتوب د کمېټې پخواني اجراییوي مشر صدیق‌الله توحیدي هم ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې د بیان او رسنیو د ازادۍ ټولې زمینې محدودې او تړل شوې دي.

د رسنیو د حقونو فعال او د افغانستان د رسنیو د خوندیتوب د کمېټې پخوانی اجراییوي مشر صدیق‌الله توحیدي
د رسنیو د حقونو فعال او د افغانستان د رسنیو د خوندیتوب د کمېټې پخوانی اجراییوي مشر صدیق‌الله توحیدي

توحیدي وویل: "کورنۍ رسنۍ په ناوړه بڼه سانسور سره مخ دي. د طالبانو د ذوق خلاف هېڅ خبر نه خپرېږي. اطلاعاتو ته لاسرسی په بشپړه توګه له منځه تللی، طالبان ډېر فشار راوړي چې له ټولو خصوصي رسنیو څخه په افغانستان کې د خپل ځان په ګټه د تبلیغاتو د وسیلې په توګه کار واخلي."

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغو ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ، خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد مخکې دا ډول ادعاوې رد کړې وې او ویلي یې وو چې رسنۍ په افغانستان کې دا مهال خپلواکې دي او د دوی حکومت د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د خبریالانو او رسنیو د بیان ازادۍ او فعالیتونو ته ژمن دی.

د طالبانو د حکومت د وياند په وينا، د ځينو خبريالانو نيولو کېدل د هغوى په رسنيز فعاليت پورې اړوند نه وو.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د بياځلي راتګ وروسته د لسګونو رسنیو د فعالیت د درولو او د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو د بنديزونو لګولو تر څنګ د یو شمېر خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د نيول کېدلو او شکنجې خبر ورکړل شوی، چې ډېری یې له څه مودې بند تېرولو وروسته خوشې شوي دي.

په دې وروستيو کې په خوست کې درې خبريالان د موسيقۍ د خپرولو او په خپرونو کې د ښځينه اورېدونکو د اړیکو خپرولو په تور د طالبانو د حکومت امربالعمروف او نهی عن المنکر رياست له خوا ونيول شول او شپږ ورځې وروسته د طالبانو د حکومت له بنده خوشې شول.

دوې اوونۍ وړاندې د طالبانو حکومت د "نور" او "بریا" په نوم د دوو تلوېزیوني شبکو خپرونې چې ډېر يې دیني موضوعات خپرول، ملي او اسلامي ارزښتونو ته د نه درناوي په تور بند کړل.

په همدې حال کې په جرمني کې د افغان خبریالانو د ملاتړ اداره وايي، رسنۍ ټولې د طالبانو تر سخت کنټرول لاندې دي، په افغانستان کې په ټولیزه توګه انتقادي خپرونې بندې دي او که دا بندیزونه همداسې دوام وکړي، په افغانستان کې به د مطبوعاتو د ازادۍ وضعیت لاخراب شي.

د دې ادارې مشر حامد عبیدي ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو د ګواښونو او د نیول کېدو له وېرې خبریالان دې ته اړ شوي چې ځان سانسور کړي.

عبیدي وايي: "د واکمن نظام له‌خوا ټولې خپرونې سانسور شوي او خبریالان اړ دي چې ځان سانسور کړي او خبريالان بې دليله نيول کېږي، د حاکم نظام او خبريالانو ترمنځ د بې باورۍ فضا موجوده ده، که وضعیت همداسې دوام وکړي، په افغانستان کې به د مطبوعاتو د ازادۍ د لا خرابېدو شاهدان واوسو."

تر دې مخکې هم د خبریالانو او رسنیو ملاتړو بنسټونو په وار وار په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت او د طالبانو د حکومت له‌خوا د لګول شویو بنديزونو له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د روان کال په جنورۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر په یوه راپور کې د طالبانو حکومت د بیان له ازادۍ په سرغړونې او اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي په مخنیوي تورن کړ.

هممهاله د بې پولې خبریالانو سازمان یا آرایس‌ایف په خپل کلني راپور کې ویلي چې افغانستان په ۲۰۲۳م کال کې د خبریالانو لپاره د نړۍ د ګواښمنو هېوادونو په کتار کې راغلی او د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې د مطبوعاتو د ازادۍ په نوملړ کې ۱۵۲ ځای خپل کړی دی.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۹۹۳ کال په ډسمبر میاشت کې د مې درېیمه د رسنيو له ازادي د ملاتړ او د بیان ازادۍ حق ته د درناوي او پراختیا په موخه د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې په توګه ونوموله.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG