د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

امریکا په افغانستان کې د خبریالانو د ځورونو او نیونو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده


ارشیف: په کابل کې له خبریالانو سره د طالب وسله والو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې له خبریالانو سره د طالب وسله والو د چلند یو انځور

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په دې هېواد کې د خبریالانو د ځورونو او نیول کېدو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په دې هېواد کې د خبریالانو د ځورونې او نیول کېدو د "ناهیلي کوونکي زیاتوالي" په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د رسنیو لپاره نظارتي چاپېریال لا هم مبهم دی او په دغه هېواد کې د حکومت د فعالیتونو اړوند معلوماتو ته لاسرسی محدود دی.

په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ماموریت د عمومي اړیکو مدیر او ویاند ماریو کریفو د مې میاشتې د درېیمې، د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې زیاته کړه، تر دې ډېر ناهیلې کوونکی په افغانستان کې د خبریالۍ په ډګر او رسنیو کې د ښځو د شمېر کموالی دی.

هغه زیاتوي: "موږ د خبریالانو د ځورونې او نیولو په برخه کې د ناهیلې کوونکي زیاتوالي شاهدان یوو. د رسنیو لپاره نظارتي چاپېریال ناڅرګند دی او د حکومت د فعالیتونو اړوند معلوماتو ته لاسرسی محدود شوی. ښایي تر ټولو مهمه او ناهیلې کوونکې خبره دا وي چې په دې مسلک کې د ښځو شمېر او د افغانستان په رسنیو کې د ښځو استازیتوب کم شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ځینو رسنیو فعالیتونه د اقتصادي ستونزو او د طالبانو د بندیزونو له امله درول شوي او په دې هېواد کې لسګونه خبریالان په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې بېکاره شوې دي.

په افغانستان کې یو شمېر ښځینه خبریالانې چې د طالبانو د بندیزونو له امله په کور ناستې دي، وايي چې له ستونزو سره مخ دي.

يو له دوی څخه چې په کابل ښار کې يې په یو دولتي تلوېزيونونو کې کار کاوه او نه يې غوښتل د امنيتي ستونزو له امله نوم یې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل چې د طالبانو د واکمنۍ له پيل سره يې خپله دنده له لاسه ورکړه.

هغه وايي: "طالبانو ښځو ته اجازه ورنه کړه چې په ملي او معارف تلويزیونونو کې کار وکړي او ورځ تر بلې زیاتېدونکو محدودیتونو او د رسنیو سانسور د ښځو لپاره د کار موندل خورا ستونزمن کړي او زه تر اوسه نه‌یم توانېدلې چې په رسنیو کې کار پیدا کړم او دا زما لپاره خورا ستونزمنه ده ځکه چې زه په کرايي کور کې ژوند کوم او سرپرست نه‌لرم."

یوې بلې خبریالې چې د افغانستان په یوه ولایت کې د خصوصي تلوېزیون کارکوونکې وه او اته میاشتې وړاندې د طالبانو د بندیزونو له امله له دندې ګوښه شوې ده، د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "هغوی ویل چې تاسو باید حجاب ته پام وکړئ، کوم چې موږ کړی و او له نارینه‌وو سره مرکه ونه کړو او خپرونه مخ ته یونه‌سو. کله چې زه د راپور چمتو کولو لپاره تلم، هېڅ نارینه راسره مرکه نه کوله. وروستی پروګرام مې چې درلود نجونو سره و، ځینې لوبې په‌کې وې، د یوبل په لاسونو مو نکریزۍ لګولې او یو بل ته مو بنګړي په لاسول او هم دا زما د ستونزو د ډېرېدو لامل شو او زه له خپلې دندې ګوښه شوم."

له بلې خوا د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه یا "سي‌پي‌جی" وايي، طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې له بیا واکمنېدو راهیسې د رسنیو د ځپلو په برخه کې بې رحمانه چلند کړی دی.

د دغه سازمان د اسيايي څانګې همغږي کوونکې بیه‌لي‌يي له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل: "موږ ډېر داسې موارد ليدلي چې خبريالان په خپلسري ډول نيول شوي. دوی د ښځينه خبريالانو پر فعاليتونو بنديزونه لګولي. د افغانستان خبري ویبپاڼې او په افغانستان کې دننه بهرني خبري آژانسونه بند شوي او يا د کار درولو ته اړ شوي دي. نو طالبانو د مطبوعاتو ازادۍ ته د اجازې ورکولو په اړه خپله لومړنۍ ژمنه نه‌ده پوره کړې."

خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي او په دغه هېواد کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه هم خوندي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG