د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

هلمند کې یو کس په شخصي لګښت ژوبڼ جوړ کړی


ارشیف: په افغانستان کې د یوه ژوبڼ څنډه
ارشیف: په افغانستان کې د یوه ژوبڼ څنډه

هلمند کې یو کس د وحشي ژويو د نسل د ژغورلو په موخه په شخصي لګښت یو ژوبڼ جوړ کړی دی.

په دې ژوبڼ کې د زمري ترڅنګ لسګونه ډول حیوانات ساتل کېږي.

د یاد ژوبڼ مالک وايي، دغه ژوبڼ یې دې لپاره جوړ کړی څو خلک د وحشي ژویو له ښکار څخه منع او دغه راز د ژويو نسل خوندي کړي.

د هلمند ولایت اوسېدونکې د دې ژوبڼ په جوړولو خوشحاله دي او وايي چې له دې وړاندې به نور ولایتونو ته د ژوبڼ لیدو لپاره ورتلل.

نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:54 0:00
XS
SM
MD
LG