د هرات ولایت د کشک کهنه او رباط سنګي ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي په دغه سيمه کې د ملخانو له ډېرېدو اندېښمن دي او خبرداری ورکوي چې که د دغو ملخانو مخه ونه نیول شي، نو د دوی فصلونو ته به لوی زیان واړوي.
د رباط سنګي ولسوالۍ اوسېدونکي جلیل قادري د دغو ملخانو د برید په اړه ازادي راډيو ته وویل:
"له نږدې څو ورځو راهیسې د شمالي ولسوالیو له ۱۵ تر ۲۰ کلیو د خلکو پر کروندو د ملخانو یرغل خلک اندېښمن کړي، خو په دې برخه کې د رباط سنګي ولسوالۍ د کرنې مدیریت د ملخانو د له منځه وړلو لپاره کار کوي. "
د هرات ولایت د کشک کهنه ولسوالۍ اوسېدونکی محمد افضل فیضي هم وايي چې ملخانو د غنمو کروندو ته ډېر زیان اړولی دی.
"یوه اونۍ کیږي چې دوی په کروندو کې کر پیل کړى، د خلکو غنم چې نوي رسېدلي، خوري، د کرنې ریاست لخوا خلکو ته شاوخوا دوه درې ټنه درمل ورکړل شوي، له بده مرغه بس نشول، د دې پراخې سیمې لپاره، لږ درمل هیڅ علاج نه کېږي."
هغه وايي، ملخانو چې شمېر يې ډېر دی، د دې ولسوالۍ پر شمالي سیمو يرغل کړى.
په هرات کې د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو رئیس مولوي محمد نسیم سحر په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب را نه کړ.
د کشک کهنه ولسوالۍ د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، دغه ملخان تېر کال له ترکمنستان څخه د کشک کهنه، رباط سنګي او ابکمري ولسواليو ته ننوتلي او په دغو سيمو کې يې هګۍ اچولې دي.
په ورته وخت کې یو شمېر سیمه ییزو رسنیو په هرات کې د طالبانو د حکومت د کرنې ریاست د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د کشک کهنه او رباط سنګي ولسوالیو سربېره په پښتون زرغون ولسوالۍ کې هم ملخانو پر کروندو یرغل کړی دی.
د هرات د دغو ولسوالیو اوسیدونکي د طالبانو له حکومت او مرستندویه بتسټونو غواړي چې د دغو ملخانو په له منځه وړلو کې مرسته او همکاري وکړي او خپلې کروندې له دوی وژغوري.
په وروستیو کلونو کې ملخانو په ځانګړې توګه مراکشي ملخانو د هېواد د شمالي او شمال ختیځو ولایتونو په ګډون د افغانستان پر یو شمېر نورو ولایتونو هم یرغل کړی او کروندګرو ته یې ډېر زیانونه اړولي دي.