د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

د غزني ځینې کروندګر: یو ډول چینجي زمونږ کرنیز محصولات له منځه وړي


ارشیف: په غزني کې کرنیزې ځمکې
ارشیف: په غزني کې کرنیزې ځمکې

د غزني په مالستان ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګر وايي، په کروندو کې یې یو ډول چینجي پیدا شوي چې د دوی حاصلات له منځه وړي.

د غزني په مالستان ولسوالۍ يو کروندګر چې نه‌غواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي وايي، يو ډول چينجي د دوى په کروندو او باغونو کې پیدا شوي، چې د دوی حاصلاتو ته يې ګواښ پېښ کړی.

د ده په وينا، دې چینجيو د حاصلاتو ټول ډولونه ورته په نښه کړي.

نوموړی وايي: "دا یو ډول چینجي دي چې نږدې یوه میاشت یا شل ورځې کېږي زموږ محصولات خوري او له منځه یې وړي، د غنمو او وربشو پاڼې یې خوړلې دي او په دې ورځو کې دغه چینجي د غنمو وږي‎ هم خوري."

د غزني ولايت د مالستان ولسوالۍ د زاړه کلي اوسېدونکی خداداد يعقوبي هم وايي چې د دغه چینجي پیدا کېدو د دې ولسوالۍ خلک په ځانګړې ډول کروندګرو ته ډېر زيان اړولی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "یو چینجی پیدا شوی چې موږ خلک ورته بوجک وایو. دغه چینجی د غنمو پاڼې او نورې برخې ورته خوري او له منځه یې وړي. دا د خلکو لپاره بشپړ تاوان دی، هرڅه یې ویجاړ کړي دي."

د ده په خبره، دغه چينجي له څو ورځو راهيسې د غنمو، وربشو، کچالو، رشقې او نورو بېلابېلو کرنيزو محصلاتو پاڼې، ریښې او تنې خوري.

ارشیف: یو افغان بزګر په خپلو کروندو ګرځي
ارشیف: یو افغان بزګر په خپلو کروندو ګرځي

د دې ولسوالۍ يو بل کروندګر سعيد وايي، خلکو د دې افت د مخنيوي لپاره خپل لومړني تدابیر نیولي و، خو د ده په خبره، چې ظاهراً دا هڅې ناکامې شوې.

د سعید په خبره، د سیمې خلک مالي توان نه‌لري چې د دې افت پر ضد درمل چمتو کړي.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "دغه وضیعت خلک تباه کړه، که حکومت او بنسټونه ورته پام ونه کړي، د خلکو د یو کال حاصلات به ضایع شي، له رشقې څخه نیولې تر کچالو پورې د غنمو پاڼې او ډنډرې یې ټول وخوړل، د خلکو ټول محصولات له منځه تللي دي."

ومو غوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلو خو د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مستعین عمري او په غزني کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حمیدالله نثار د دغه راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وايه.

مالستان د غزني ولايت په لوېديځ کې له مرکز څخه په ١٢٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده.

په دغه غرنۍ ولسوالۍ کې د سړې هوا له امله کروندګر په کال کې يوازې يو ځل حاصل اخلي.

خو سږ کال د دې ولسوالۍ کروندګر وايي، که په راتلونکو څو ورځو کې د دوی په کروندو او باغونو کې د پیدا شوي چینجي د له منځه وړلو لپاره مرسته ونه رسېږي، نو د یو وار حاصلاتو راټولولو چانس به هم ډېر کم شي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو سربېره افتونه لکه؛ چینجي او ملخان د دې هېواد د کروندګرو کرنیز محصولات له مینځه وړي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی و چې ښايي سږ کال په افغانستان کې د ملخانو د برید له امله له اوو تر دولسو میلیونو ټنو پورې غنم چې د ټول کال د حاصلاتو څلورمه برخه جوړوي، له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG