د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

ایف اې او: ملخانو د ځینو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو پراخې کروندې خرابې کړي


ارشیف: د کندز په کروندو د ملخانو د حملو یو انځور
ارشیف: د کندز په کروندو د ملخانو د حملو یو انځور

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ایف اې او وايي مراکشي ملخانو د افغانستان په اتو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې پراخې کروندې خرابې کړي.

له لوږې او بې وزلیو سره مخ افغانستان د کرنیزو محصولاتو په برخه کې له یوه نوي او بې ساري کړکېچ سره مخ بلل شوی.

د بغلان او ګڼو نورو شمال او شمال ختیځو ولایتونو پراخې کروندې د مراکشي ملخو له څپو سره مخ دي.

په هېواد کې د ملخانو او نورو مضره حشرو د له منځه وړلو لپاره د کیمیاوي موادو کمښت بزګر دې ته اړ کړي چې په خپله لاس په کار شي او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د موسسې د مامورینو په مرسته ملخان لومړی یوه لوی ترپال ته ور ټول او له منځه یوسي.

نجیب الله د بغلان یو کروندګر دی چې سږ کال یې سلګونه جریبه ځمکه ملخانو خرابه کړې.

هغه وویل: "دغو ملخانو زما درې سوه جریبه ځمکه له منځه وړې. او ۳۱ زره جریبه مالچر هم دغو ملخو له منځه وړې ده. دغه ملخ د حوت له میاشتې څخه نیولې د حمل پر پنځلسمې را پیدا کېږي بیا ان د جوزا په پنځلسم او شلم باندې ختمېږي."

د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکوي چې ښايي سږ کال د اوه لکو تر دولس لکو ټنو پورې غنم د ملخانو د سېل په سبب ضایع شي چې دا د ټول کال د حاصلاتو څلورمه برخه جوړوي.
د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکوي چې ښايي سږ کال د اوه لکو تر دولس لکو ټنو پورې غنم د ملخانو د سېل په سبب ضایع شي چې دا د ټول کال د حاصلاتو څلورمه برخه جوړوي.

نجیب الله وایي، ده او د ده په څېر لسګونه بې وزلو بزګرو ته باید اړینې مرستې وشي ځکه نه جبرانېدونکی تاوان ور رسېدلی.

وچکالي، ډېر څړځایونه، د ملخانو ډېر محدود کنټرول او په مارچ او اپرېل کې د اورښت مناسب مقدار د ملخانو د ودې لپاره ښه چاپېریال رامنځته کړی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یا ایف اې او چارواکي وايي چې له محلي ټولنو او موسسو سره په همغږۍ او همکارۍ یې د ستونزو د سمدستي هواري لپاره ځینې لومړني کارونه کړي.

د ایف اې او د افغانستان څانګې مشر ریچارډ ټرنچارډ اسوشېټېډپرېس خبري اژانس ته ویلي چې دوی هڅه کوي زیانمنو بزګرو ته لازمې مرستې ورسېږي.

هغه وویل: "موږ باید دا مخکې له مخکې ډاډمنه کړو هغه کورنۍ چې هر څه له لاسه ورکوي اړین خوراکي مواد او مرستې ور ورسېږي. تر څنګ یې د کرنې د برخې ملاتړ او بېړنۍ کرنیزې مرستې باید دغو کورنیو ته ورسېږي چې بېرته خپلې ځمکې ابادې کړي. بله خبره د مراکشي ملخانو په اړه دا ده چې کال په کال یې تعداد سل چنده زیاتېږي. موږ باید دا یقیني کړو چې کال ته تر دې بد وضعیت ونه ګورو."

د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکوي چې ښايي سږ کال د اوه لکو تر دولس لکو ټنو پورې غنم د ملخانو د سېل په سبب ضایع شي چې دا د ټول کال د حاصلاتو څلورمه برخه جوړوي.

د دغو ضایع کېدونکو غنمو یا حاصلاتو ارزښت له ۲۸۰ میلیونو تر ۴۸۰ میلیونو پورې اټکل شوی.

دا د افغانستان په څېر په یوه ناورین ځپلي هېواد کې چې نړیوالې مرستې ورباندې تر ډېره بندې دي او اقتصادي شرایط یې په مخ په ځوړ بلل شوي بې وزلو او بزګرو ته یوه نه جبرانېدونکې ضایعه بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG