د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

په تېرو درېیو میاشتو کې د ناچاوده توکو د چاودېدلو له کبله ۳۷ افغانان وژل شوي


ارشیف
ارشیف

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو د چاودېدو له امله ۳۷ کسان وژل شوي او ۷۱ نور ټپیان شوي دي.

د ماینونو له خطرونو د خبرولو او د ماین پاکۍ د مرستندویه چارو د نړیوالې ورځې له رارسېدو سره هممهاله د طالبانو حکومت وايي چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ناچاوده توکو له امله ۳۷ تنه وژل شوي او ۷۱ نور ټپیان شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت ځینو چارواکو په کابل کې د دې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وویل چې د چاودېدونکو توکو له امله لا هم په افغانستان خلک قرباني ورکوي.

د دغه وزارت د ماينونو د تطهير، انسجام او همغږۍ ادارې ريیس نورالدين رستم‌خېل په په هغه غږیز کلیپ کې د یاد وزارت له خوا رسنیو ته استول شوی، ویلي: "د ۲۰۲۴م کال له پیل څخه تر اوسه په ټول افغانستان کې ۶۱ پېښې شوي چې ۱۰۸ کسه یې قرباني کړي، ۷۱ تنه یې ټپیان کړي او ۳۷ تنه نور هم شهيدان شوي."

نوموړی زیاتوي چې په ۲۰۲۳م کال کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله ۳۰۸ پېښې ثبت شوي، ۵۵۵ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې چې له ډلې ۱۳۷ سړي او ۳۷ ښځې وژل شوي او ۳۱۱ سړي او ۷۰ ښځې ټپیانې شوي دي.

هغه زیاته کړه، په ۲۰۲۳م کال کې ۲۵۹۵ د پرسونل ضد ماینونه، ۴۸۵ د وسایطو ضد ماینونه او څه باندې ۷۰ زره ناچاودي توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.

په افغانستان کې د ناچاوده توکو د چاودنو له کبله ډېری قربانیان ماشومان بلل کېږي.
په افغانستان کې د ناچاوده توکو د چاودنو له کبله ډېری قربانیان ماشومان بلل کېږي.

بلخوا په افغانستان کې د یوناما د ماین پاکۍ د عملیاتو مشر نیکولاس سټیون پانټ په دې غونډه کې وویل چې د ماینونو په قربانیانو کې د ماشومانو شمېر زیات دی.

نوموړي زیاته کړه: "افغانان لا هم د چاودېدونکو موادو له خطر سره مخ دي او د مرګ‌ژوبلې لویه برخه یې ماشومان دي. په تېرو دوه نیمو کلونو کې افغانستان کې د دې چاودنو د تلفاتو شمېر شاوخوا یو نیم زر کسان وو چې په په سلو کې ۸۶ یې ماشومان وو. د دې ماشومانو په سلو کې ۸۹ یې د جګړې د پاتې شونو لکه ماینونو په چاودنو کې وژل شوي او یا ټپیان شوي دي."

"د ماینونو له خطرونو د خبرولو او د ماین پاکۍ د مرستندویه چارو د نړیوالې ورځې" یادونه داسې مهال کېږي چې د ماشومانو د خوندیتوب سازمان یا "Save the Children" د تېرې سه شنبې په ورځ وویل، په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا شپېتو تنو ته چې ډېر یې ماشومان دي، د ماینونو په چاودنو کې مرګ ژوبله اوړي.

دې سازمان د طالبانو له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې په افغانستان کې د ناچاودو موادو شنډول په خپلو کاري لومړیتوبونو کې راولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG