د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

اوچا: د افغانستان دوه په درېیمه برخه ولسوالۍ په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړې دي


ارشيف
ارشيف

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د افغانستان دوه په درېیمه برخه ولسوالۍ په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړې دي.

اوچا وايي، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې لا هم په کې ماینونه او ناچاوده مهمات شته.

اوچا د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې د افغانستان د ۴۰۱ ولسوالیو دوه پر درېیمه برخه په چاودېدونکو توکو او ماینونو لړلې دي او هره میاشت یې له امله تر ۶۰ ډېر کسان وژل کېږي او یا معیوبېږي.

اوچا زياتوي چې زيانمن شويو کسانو په ډله کې ډېری ماشومان دي.

د دې ترڅنګ ویل شوي چې په افغانستان کې د ۳ میلیونه وګړو په یو کیلو مترۍ کې د ماینونو، لاسي بمونو او د جګړې د چاودېدونکو توکو په پاتې شونو کې ژوند کوي.

اوچا زیاتوي چې د چاودېدونکو توکو او ماینونو دغه ککړتیا له ۲۰۰۱ کال مخکې او هم د نويو جګړو میراث دی او د دې ادارې په وینا په ارزګان، کندز، هلمند، کندهار، کونړ، بادغیس، فاریاب، ننګرهار، غزني، فراه، میدان وردګو او سمنګان هغه ولایتونه دي چې سخت ځپل شوي دي.

په بامیان کې د ماین پاکۍ کارکوونکي له ځمکو د ماینونو د پاکولو پر مهال. June 25 2021
په بامیان کې د ماین پاکۍ کارکوونکي له ځمکو د ماینونو د پاکولو پر مهال. June 25 2021

د اوچا د خبرو پر بنسټ د ځمکې یوه لویه برخه او د ښوونځیو په ګډون ډېری مهمې زیربناوې پرې ککړې دي.

د اوچا په وينا، کرنيز کارګران، مالداران او راستانه شوي کسان چې په سيمو کې له خطرونو خبر نه دي، له خطر سره مخ دي او د چاودېدونکو توکو خطرونه د سختو جسمي زيانونو سربېره، د وېرې له امله رواني ستونزې هم رامنځته کوي او عايداتو ته خوندي لاسرسي کچه راټيټوي.

اوچا خبرداری ورکوي چې نور د ماین پاکۍ لپاره اړینې مالي زېرمې او بوديجه نه لري او د دغه سازمان په وینا په تېرو دوو کلونو کې د ماین پاکۍ بودیجه نیمايي ته راکمه شوې ده.

د اوچا په خبره، دا مسئله د ماین پاکۍ په کارکوونکو کې د ٤٠٪ کمښت لامل شوى او د کارکوونکو شمېر له ١٥٠٠٠څخه ٣٠٠٠ ته راټیټ شوی دى.

په ورته وخت کې د ماینونو د پاکونې د پروګرام یو شمېر قربانیان وايي، دوی ته پاملرنه نه کېږي.

د هلمند ولایت یو اوسېدونکی ۳۰ کلن محمد علي‌خېل چې د ماین په چاودنه کې یې لاسونه او پښې له منځه تللي دي، ازادي راډيو ته وویل: "د ماين د چاودنې له لاسه زما پښې او لاسونه له‌منځه لاړل، خپله درملنې ته اړتیا لرم کرايي کور کې ژوند کوم، هیچا مرسته ونه کړه. زه احتياج او محتاجه يم. بچي مې هم راله غاړې دي. ولاکه د يوې مړۍ ډوډۍ وس ولرم. ډېر په بد وضيعت کې يم."

په همدې حال کې په افغانستان کې 'ایم ډي سي' د ماین پاکۍ د موسسې مشر شهاب حکیمي وايي چې اوسمهال په افغانستان کې هره میاشت ۱۲۰ کسان د ماینونو او چاودېدونکو توکو قرباني کېږي چې ۵۰ سلنه یې ماشومان دي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې خبرداری ورکړ چې که په افغانستان کې د ماین پاکۍ لپاره بودیجه برابره نه شي نو مرګ‌ژوبله به زیاته شي.

حکیمي وویل: "که همداسې دوام وکړي او له ايران او پاکستانه د کډوالو راتګ ادامه ولري، او افغانسان د ماين پاکۍ له پروګرام سره مالي مرسته ونه شي يقيني يم چې تلفات به ډېر شي. مخکې ١٥ زره کسان په کار مصروف وو او هر کال د ماين پاکۍ له پروګرام سره ١٢٠ ميليون دالر مرسته کېدله، خو اوس ٣٠٠٠ کارکوونکي لرو او ١٥ ميلیون دالرو غوښتنه شوې. په تېر کال کې٥ ميليون ډالر لاسته راغلي دي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ په برخه کې د شته بنسټونو فعالیتونه بسنه نه کوي او په دې برخه کې لا زياتې همکارۍ ته ضرورت دى.

XS
SM
MD
LG