د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

قمي: که اړتیا شوه یو "استشهادي" {ځانمرګی} لښکر له افغانستانه غزې ته تللی شي


د افغانستان لپاره د ایران سفارت سرپرست او د دې هېواد ولسمشر ځانګړی استازی، حسن کاظمي قمي
د افغانستان لپاره د ایران سفارت سرپرست او د دې هېواد ولسمشر ځانګړی استازی، حسن کاظمي قمي

د افغانستان لپاره د ایران سفارت سرپرست او د دې هېواد ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان د «مقاومت محور» برخه ده.

"د مقاومت محور" یوه اصطلاح ده چې هدف یې د ایران، په سوریه کې د بشار الاسد دولت، په لبنان کې حزب الله او د ایران تر ملاتړ لاندې د ملېشو ډلو ترمنځ نالیکل شوی ایتلاف دی.

دغه ایتلاف، په سیمه کې د اسراییلو او لویدیځو هېوادونو د فعالیتونو پر وړاندې ګډ فعالیتونه کوي.

قمي د سې شنبې په ورځ په تهران کې د ایران د دولتي ټلویزیون "شبکۀ افق" په یوه پروګرام کې وویل، د اړتیا په وخت کې او که شرایط مناسب وي، له افغانستانه د «استشهادي» (ځانمرګي) یو لښکر کولای شي د غزې جګړې ته ولاړ شي.

قمي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل:

" هغه څه چې نن ورځ په افغانستان کې وینو او لیدل کیږي دا دي چې افغانستان د "مقاومت د محور" یوه برخه ده. که چاپېریال او اړتیا یې وي، له افغانستانه د استشهادي ځواکونو یو لښکر کولای شي غزې ته د ملاتړ لپاره یې ولاړ شي."

ومو غوښتل په دې اړه د طالبانوحکومت نظر هم ولرو، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

استشهادي ځواکونه ډیری هغو کسانو ته ویل کیږي چې په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې ځانمرګي بریدونه کوي.

طالبانو د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو او د پخواني جمهوري نظام له امنیتي ځواکونو سره یې په خپلې دوه لسیزې جګړه کې دا ډول ځواکونه کارولي دي چې د ځانمرګي بریدګر په نوم یادیږي.

ذبیح الله مجاهد د ١٤٠٠ کال د مرغومي په ١٣ مه ازادي راډیو ته وویل چې د دوی استشهادي کنډک، د دفاع وزارت په چوکاټ کې د طالبانو د اردو ځانګړي ځواکونو کې شامل دي.
ذبیح الله مجاهد د ١٤٠٠ کال د مرغومي په ١٣ مه ازادي راډیو ته وویل چې د دوی استشهادي کنډک، د دفاع وزارت په چوکاټ کې د طالبانو د اردو ځانګړي ځواکونو کې شامل دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ١٤٠٠ کال د مرغومي په ١٣ مه ازادي راډیو ته وویل چې د دوی استشهادي کنډک، د دفاع وزارت په چوکاټ کې د طالبانو د اردو ځانګړي ځواکونو کې شامل دي.

په ایران کې د افغانستان پخوانی ډیپلومات عزیز معارج وايي، ایران هڅه کوي چې په غزې او په خپلې سیاسي -رقابتي جګړې کې د افغانستان په ښکېلولو سره نړۍ ته افغانستان د ځانمرګو بریدګرو د ځای په توګه وښيي.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې افغانان باید اجازه ورنه کړي چې له نورو قدرتونو سره د ایران د سیاسي -رقابتي جګړې قرباني شي.

معارج وویل:

"دا جګړه یوه سیاسي، رقابتي او نیابتي جګړه ده چې هلته شتون لري او ایران د دې جګړو یوه برخه ده چې غواړي له امریکا یا خپلو مخالفینو غچ واخلي او یا خپلو مخالفینو پر وړاندې یو کار وکړي او غواړي په دې قضیه کې افغانستان هم ښکېل کړي ."

که څه هم قمي په دغه تلویزیوني ناسته کې دا نه ده څرګنده کړې چې په ټکو يې استشهادي لښکر د چا یا د کومې ډلې لخوا غزې ته لیږل کیږي، خو ایران له دې وړاندې هم خپلو نیابتي جګړو ته د افغانانو په لېږلو تورن شوی دی.

په دې وروستیو کې ځینو ایراني رسنیو د سید حمزه علوي د مړینې خبر خپور کړ چې د افغانستان په پروان ولایت کې زیږیدلی او په سوریه کې د لشکر فاطمیون له سابقه لرونکي جنګیالیو څخه وو.

لشکر فاطمیون د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران قدس یوه څانګه ده چې په زرګونه افغانان یې د سوریې جګړې ته استخدام کړي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG