د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ بې‌سرپرسته افغان کډوالې یې اندېښمنې کړي


له پاکستانه ایستل شوې کډوالې مېرمنې. November 28, 2023
له پاکستانه ایستل شوې کډوالې مېرمنې. November 28, 2023

په پاکستان کې یو شمېر بې سر پرسته افغانې ښځې افغانستان ته د بېرته لېږلو په اړه اندېښمنې دي.

په پاکستان کې لسګونه بې سرپرسته ښځې چې د طالبانو د حکومت د بنديزونو او امنیتي ستونزو له امله له افغانستانه وتلي او پاکستان ته تللي، له دغه هېواده د بېرته ايستلو په اړه اندېښمنې دي.

مهناز هجران یوه له هغو څخه ده چې له دوو کلونو راهیسې له خپلې يوې لور سره په پاکستان کې اوسېږي.

مهناز وايي چې د کابل د پل چرخي پله زندان کې یوه له پخوانیو پوځیانو څخه وه چې د طالبانو له واکمنۍ ورسته پر وړاندې یې د ګواښونو له امله له افغانستانه وتلې، خو اوس له پاکستانه د ايستلو له ګواښ سره مخ ده.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زه له یوې ماشومې سره مې یوځای پاکستان ته راغلم، شپږ میاشتې مو په خیمه کې تېرې کړې، کرایه مې نه درلوده. که له پاکستانه وویستل شو نو افغانستان کې د سرتېرو برخلیک معلوم دی چې څه به ورسره کېږي. ډېر شمېر پوځيانې چې ايران او پاکستان کې وې د عمومي بخښنې وروسته هيلمنې افغانستان ته لاړې. خو مړی او ژوندی یې ورک شو او یا یې جسدونه موندل شوي دي. موږ په هېڅ صورت افغانستان ته نه شو تللی که لاړ شو له منځه ځو."

یوه بله بې سرپرسته ښځه چې له خپلو څلورو ماشومانو سره په پاکستان کې ژوند کوي ادعا کوي چې د کابل په هوايي ډګر کې یې د وتلو پر مهال د طالبانو په ډزو کې خاوند ووژل شو.

هغه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو یې وويل، که څه هم د پاکستان د کډوالۍ اسناد لري، خو وخت په وخت د پاکستاني پولیسو له خوا ځورول کېږي.

نوموړې زیاته کړه: "کله چې طالبان راغلل زما مېړه په هوايي ډګر کې ووژل شو. زه د څلورو ماشومانو مور یم، پولیسو په تنګ کړي یوو. زه اقتصادي ستونزې لرم. زما ماشومان ښوونځي ته نه ځي، موږ د 'يو این ایچ سي آر' سره راجستر یو، خو د پوليسو له وېرې کله يو او کله بل کور کې پټېږو."

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي اردو سرتېرې. Herat on April 28, 2014
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي اردو سرتېرې. Herat on April 28, 2014

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته راستنې شوې یو شمېر ښځې، وايي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او حتی خوراکي توکو ته هم سم لاسرسی نه لري.

یوه له دغو مېرمنو څخه چې تازه له خپلو څلورو ماشومانو سره افغانستان ته راستنه شوې او نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "کومه ویزه چې له مونږ سره وه وخت يې ختم شوى و. له ویزې پرته مو هلته درې میاشتې تېرې کړې، خو له بده مرغه چې له پاکستانه وویستل شو او افغانستان ته راغلو، اوس هم په پټه ژوند کوو،. خوراکي توکو ته هم لاسرسی نه لرو. د ستونزو له امله موږ کډوال شو تر څو یو ځای ته ورسېږو او خپل ځان او خپل ژوند وژغورو، خو له بده مرغه موږ بیا له هماغه حالت سره مخ شو او بېرته افغانستان ته راستانه شو."

په پاکستان کې مېشتې بې سرپرسته افغانې کډوالې د پناه غوښتونکو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې د دوی د پناه غوښتنې د کېسونو پړاونه چټک کړي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته طالبانو پر افغان ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه ولګول، چې تر ټولو مهم یې پر کار او زده کړو بنديز دى.

له دې محدودیتونو وروسته یو زیات شمېر ښځې چې د خپلې کورنۍ ډوډۍ ګټونکې وې له افغانستانه وتلو ته اړې شوې.

پاکستان د نومبر په لومړۍ نېټه له دغه هېواده د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ او تر دې دمه له ۴۰۰ زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

له پاکستان څخه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر په دغه هېواد کې دننه او بهر له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

یو شمېر نړیوالو سازمانونو او د افغان کډوالو کډوالو منونکو هېوادونو له پاکستانه غوښتي چې لږ تر لږه هغه کډوال چې افغانستان ته د ستنېدو له خطر سره مخامخ دي، ونه باسي.

خو پاکستاني چارواکو تل د بې اسناده افغان کډوالو پر شړلو ټینګار کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG