د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د کندهار د پلاستیکي توکو جوړولو فابریکو تولید شوي توکي دننه او بهر صادرېږي


د کندهار د پلاستیکي توکو یوه فابریکه کې تولید شوي توکي چې د یوه کارکوونکي له لوري یوې بلې سیمې ته لېږدول کېږي.
د کندهار د پلاستیکي توکو یوه فابریکه کې تولید شوي توکي چې د یوه کارکوونکي له لوري یوې بلې سیمې ته لېږدول کېږي.

د کندهار د پلاستیکي توکو جوړولو له اړخه پر ځان بسیا شوی او تولید شوي توکي یې نورو ولایتونو ته استول کېږي.

د دغه ولایت د کانونو او صنایو خونې مسوولان وايي، کندهار کې ۶۰ د پلاستیکي توکو جوړولو بېلابېلې فابریکې فعالیت کوي چې تولیدات يې د یو شمېر ولایتونو ترڅنګ پاکستان ته هم صادرېږي.

په دغه فابریکو کې ډېرې يې د بېلابېل ډوله پلاستیکي پیپونو د جوړولو دي چې په کې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:39 0:00
XS
SM
MD
LG