د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

په کندهار کې د پنبې د پروسس یوه فابریکه فعاله شوې


پر دې فابریکه شاوخوا ۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې په اته ساعته کې به ۳۲ ټنه پنبه پروسس کړي.
پر دې فابریکه شاوخوا ۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې په اته ساعته کې به ۳۲ ټنه پنبه پروسس کړي.

کندهار کې د پنبې د پروسس یوې فابریکې په فعالیت پیل وکړ، خو مسوولان او کارکوونکې یې د برښنا د کموالي شکایت کوي.

پر دې فابریکه شاوخوا ۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې په اته ساعته کې به ۳۲ ټنه پنبه پروسس کړي.

په عین وخت کې د کندهار د صنعت او معادن خونه وايي، که منظمه برښنا ولري نو د تولیداتو کچه به لوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په کندهار کې له ۲۵۰ فابریکو څخه ۱۳۰ فابریکې د برښنا او نورو ستونزو له امله تړلي دي.

نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00
  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG