د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

کندهار کې د درملو د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوه


په کندهار کې د سنو فارما فابریکې یوه څنډه
په کندهار کې د سنو فارما فابریکې یوه څنډه

په کندهار ولایت کې د سنو فارما په نوم د درملو د تولید فابریکه پرانیستل شوه.

دغه فابریکه د ۷۱ پانګه‌والو له‌خوا د یوه سهامي شرکت په مټ د شپږو کلونو په موده کې جوړه شوې، چې شاوخوا پنځوس میلیونه ډالر پانګه‌ونه پرې شوې.

د يادې فابریکې پانګه‌وال وايي، فابریکه یې د 'ډبلیو ایچ او' او 'جي ایم پي' په نړیوال سټنډرډ برابره ده، چې دا مهال په اتو ساعتونو کې د ۵۶ لکه ټابلېټونو، دوه میلیونه کپسولونو او شپېته زره بوتله شربتو د جوړلو ظرفیت لري.

په دې اړه نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG