د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

" نړۍ د فوټبال میدان کې هم افغانې مېرمنې له پامه غورځولې دي"


د افغانستان یو شمېر ښځینه فوټبالرانې
د افغانستان یو شمېر ښځینه فوټبالرانې

د ایرش ټایمز ورځپاڼې یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی: نړۍ افغانې مېرمنې د فوټبال په میدان او له میدانه بهر له پامه غورځولي دي.

د ورځپاڼې په ټکو، د افغان ښځو د فوټبال ټیم په استرالیا کې دی، خو نړیوال جام ته د رسیدو چانس يې له لاسه ورکړی دی.

وړاندې لولو: پر افغانستان د طالبانو له بیا واکنمیدو وروسته تراوسه د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو حکومت د افغانستان د یو مشروع حکومت په توګه نه دی پیژندلی، خو د ورځپاڼې د لیکنې له مخې، په نړیواله کچه قدرت د قدرت طرفدار ده.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د نارینه وو د فوټبال ټیم د فوټبال په نړیوال فدراسیون یا فیفا کې خپلې سیالۍ له سره پیل کړي دي.

د لیکوال په باور ، د افغان ښځو د فوټبال ټیم په B ګروپ کې د ۲۰۲۱ کال د اسیا ملتونو جام په مقدماتي ټورنمنټ کې، دې نړیوال جام ته د رسیدو لپاره شامل شو، خو د کابل سقوط د دې سبب شو، چې دا ټیم د فوټبال دغو میدانونو ته ونه رسیږي.
لیکنه همداراز وايي، دا چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د طالبانو په کنټرول کې دی، د ښځو د فوټبال ټیم په رسیمت نه پیژني او فیفا هم د دې ټیم له رسیمت پیژندلو مخ اړولی دی.

ورځپاڼه وړاندې وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښځې د طالبانو له خوا د ژوند په ټولو اړخونو کې ځپل شوي او حذف شوي، هغه افغان لوبغاړې چې په افغانستان کې د مرګ له تهدید سره مخامخ وې، استرالیا ته په انتقالیدو سره له نړیوال دریځه تری تمې شوې.

د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي ټیم بوې بنسټ ایښودونکې خالدې پوپل ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، هغې او همکارانو يې داسې یو کمپاین پیل کړی، څو فیفا تشویق کړي چې ټیم ته يې رسیمت ورکړي.

فیفا په رسمي ډول په دې اړه تصبره نه دی کړې.

هیل ورځپاڼه بیا لیکي، د امریکا د کانګرس د دواړو ګوندونو د استازو یوې ډلې د فوټبال کمیټې د مسولانو په ګډون د فوټبال د نړیوال فدرسیوان یا فیفا مشر جیاني اینفانتینو څخه غوښتي، چې د افغانستان د ښځو د فوټبال ټیم لوبغاړو ته اجازه ورکړي چې په نړیوالو لوبو کې د خپل هیواد استازېتوب وکړي.

د ورځپاڼې په ټکو، د کانګرس غړو د فیفا مشر ته په یو لیک کې ویلي، په استرالیا کې د فوټبال ټیم لوبغاړې هیله مندې دي چې له افغانستانه بهر داسې یو ټیم جوړ کړي چې د افغانو میندو، خویندو او هغوو نجونو استازیتوب وکړي چې د طالبانو له خوا ځپل کیږي.

له دې مخکې د طالبانو حکومت د ښځو پر وړاندې هر ډول تاواتریخوالی رد کړی دی.

د هیل په ټکو، په لیک کې دا هم ویلي شوي، چې فیفا باید داسې یو پروسه رامنځته کړي چې د هغه پر بنسټ، د ټیم لوبغاړي وکولي په دې سازمان کې لوبې وکړي، ځکه دا ټیم د افغانو ښځو او نجونو په اړه یو ښکاره پیغام نړۍ ته وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG