د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

نړۍ

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو

د فلسطین بیرغ
د فلسطین بیرغ

د ملګروملتونو عمومي اسمبلې پرون هغه پرېکړه لیک ته رایې ورکړې چې طرحه یې د عربي هېوادونو او فلسطینیانو له خوا وړاندې شوې وه او پر امنیت شورا یې هم غږ وکړ چې د ملګرو ملتونو د ۱۹۴ غړي په توګه د فلسطین د غړیتوب پر غوښتنه غور وکړي.

د عمومي اسمبلې ۱۹۳ غړو د ۱۴۳ مثبتو، ۹ مخالفو او ۲۵ ممتنع رایو په ورکولو سره د فلسطینیانو لپاره یو لړ تازه حقونه او امتیازونه تصویب کړل.

د امریکا متحدوایالتونو د اپریل په اتلسمه د امنیت شورا د هغه پرېکړه لیک ملاتړ وکړ چې تطبیق یې په ملګرو ملتونو کې د خپلواک دولت په توګه د فلسطین غړیتوب ته لاره اواروي.

دا هغه هیله ده چې فلسطینیانو له کلونو کلونو راهیسې درلوده خو اسراییلو یې مخه نیولې وه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ملګري ملتونه عمومي د څه باندې ۸زره بوسنیایي مسلمانانو د عام وژنې د یاد ورځ رامنځته کوي

په بوسنیا کې یوه مسلمانه مېرمن د ۱۹۹۵ کال کې د وژل شویو مسلمانانو په هدیره کې لیدل کېږي.
په بوسنیا کې یوه مسلمانه مېرمن د ۱۹۹۵ کال کې د وژل شویو مسلمانانو په هدیره کې لیدل کېږي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله په ۱۹۹۵ کال کې د څه باندې ۸زره بوسنیایي مسلمانانو د عام وژنې د یاد ورځ رامنځته کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په دې اړه یو پرېکړه‌لیک طرح کړی چې ټاکل شوې نن د مې په ۲۳مه بحث پرې وشي او رایې اچونې ته وړاندې شي.

د پرېکړه لیک له مخې ټاکل شوې هر کال د جولای ۱۱مه په سریبرینڅا کې د بوسنیایي مسلمانانو د وژنې د یاد ورځ وټاکل شي.

دغه پرېکړه لیک د صربیا د ولسمشر او د بوسنیایي صربانو د رهبر له مخالفت سره مخامخ شوی دی.

د ۱۹۹۵ کال د جولای په ۱۱مه، بوسنیایي صربانو د ملګرو ملتونو تر ساتنې لاندې یوه خوندي سیمه کې اشغال او څه باندې ۸زره مسلمان بوسنیایي نرینه او ماشومان یې ووژل.

د عدالت نړیوالې محکمې ۲۰۰۷م کال کې مشخصه کړه چې هغه مهال ترسره شوي دا قتلونه نسل وژنه ده او د دغې محکمې پرېکړه د ملګرو ملتونو په پرېکړه‌لیک کې ځای پر ځای شوه.

ناورې ته د روسي ګرځندویانو د ننوتو شرایط نور هم محدودېږي

د ناروې یوه سیاحتي سیمه کې ګرځندویان
د ناروې یوه سیاحتي سیمه کې ګرځندویان

د ناروې عدلیې وزارت نن وویل چې هېواد به یې په اوکراین کې د روانې جګړې له امله روسي ګرځندویانو لپاره ناروې ته د ننوتو شرایط نور هم محدود کړي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا د ناټو غړي هېواد ناروې چې د ځمکې په لرې شمالي برخه کې له روسیې سره دوه سوه کیلو متره پوله لري، په لومړي ځل په ۲۰۲۲م کې د روسیې د سیاحتي ویزو محدودیتونه سخت کړل.

د ناروې د عدلیې وزیرې ایملي اینګر مهل ویلي، د دغو مقرراتو سختول د دوی له هغه چلند سره اړخ لګوي چې له اوکراین سره د سرویې د غیر موجه یرغل په وړاندې ولاړ دي.

روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۴مه په اوکراین غیر موجه یرغل پیل کړ چې لا هم روان دی او دې کار د روسیې او لوېدیځ اړیکې خړې پړې کړې دي.

د ایران د ولسمشر "ابراهیم رییسي" مړی نن خاورو ته سپارل کېږي

د ایران د مړ شوي ولسمشر ابراهیم رییسي جسد چې د د دې هېواد امنیتي ځواکونو له‌لوري لېږدول کېږي.
د ایران د مړ شوي ولسمشر ابراهیم رییسي جسد چې د د دې هېواد امنیتي ځواکونو له‌لوري لېږدول کېږي.

ټاکل شوې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي مړی نن د ورځې ناوخته په مشهد کې د شیعه مذهبو د اتم امام په زیارت کې خاورو ته وسپارل شي.

د رییسي او له هغه سره د الوتکې د سقوط په پېښه کې د نورو مړه شویو ایراني چارواکو د جنازې لمونځ پرون په تهران کې د سیمې د ګڼو هېوادونو د چاروکو په حضور کې ادا شو.

د ازادي راډیو ایراني څانګې راډیو فردا راپور ورکړی چې نن پنجنشنبه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د رییسي د خاورو سپارلو په مراسمو کې د ګډون په هدف ایران ته سفر کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې پرون چهارشنبه د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني او د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او کوېټ د بهرنیو چارو وزیران تهران ته تللي دي.

د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او شپږ نور چارواکي د تېرې یکشنبې په ورځ د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د هیليکوپټرې د سقوط په پېښه کې مړه شول.

له قرغزستانه له درېیو زرو زیات پاکستاني محصلان خپل هېواد ته لېږدول شوي

له بشکیک څخه د ایستل شویو پاکستانیو محصلانو انځور
له بشکیک څخه د ایستل شویو پاکستانیو محصلانو انځور

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، تراوسه له قرغزستان څخه له درېیو زرو زیات پاکستاني محصلان خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

اسحق ډار دغه څرګندونې قرغزستان ته له وروستي سفر وروسته پرون چهارشنبې په اسلام آباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې او ویې ویل که څه هم اوس د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې وضعیت عادی شوی، خو د هغو پاکستانیانو لپاره به چې غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، اسانتیاوې رامنځته کړي.

له قرغزستانه د پاکستاني محصلان د وتلو بهیر وروسته له هغې پیل شوی چې تېره اوونۍ په بشکیک کې یو شمېر کسانو له بهرنیو محصلانو او وګړو سره په تاوتریخوالي لاس پورې کړ چې نژدې دېرش تنه چې ډېری یې پاکستاني محصلان وو، ټپیان شول.

له هغې وروسته پر بهرنیانو په بشکیک کې بریدونه زیات شوي دي.

پاکستان دغه محصلان د تېرې اوونۍ په وروستیو کې په ځانګړو الوتنو کې بېرته خپل هېواد ته لېږدولي دي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې د قرغزستان چارواکو د هغو کسانو د نیولو هڅې زیاتې کړې چې د پاکستانیانو په ګډون پر بهرنیانو بریدونه کوي.

سوناک په بریتانیا کې د عمومي انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه اعلان کړه

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک
د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د جولای ۴مه په دې هېواد کې د عمومي انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه اعلان کړه.

سوناک پرون چهارشنبې د دغه اعلان په مهال له رایې ورکونکو وغوښتل چې محافظه کاره واکمن ګوند ته د حکومتولۍ یو بل فرصت ورکړي.

هغه وویل، اوس بریتانیا فرصت لري چې خپله راتلونکې وټاکي.

د بریتانیا کارګر ګوند چې کین اړخی منځلاری بلل کېږي، غواړي چې د سوناک په مشرۍ محافظه کاره ګوند چې له څوارلسو کلونو راهیسې په واک کې دې او ور څخه ملاتړ مخ په کمېدو دی، دا انتخابات وبایلي.

محافظه کاران په تېرو دوو کلونو کې د اقتصادي ستونزو او اخلاقي رسواییو په ګډون له یو شمېر ننګونو سره مخامخ و.

یو نیپالی غر ختونکی د ۳۰م ځل لپاره د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته ختلی

 د همالیا د غرونو د ایوریست لوړه څوکه
د همالیا د غرونو د ایوریست لوړه څوکه

په نیپال کې د غره ختونکو مشهور لارښود "کامي ریتا" چې د همالیا د غرونو د ایوریست لوړې څوکې ته د ختلو ریکارډ یې ټینګ کړی، پرون چهارشنبې د دېرشم ځل لپاره د نړۍ دې تر ټولو لوړې څوکې ته وخوت.

د فرانس‌پرېس په وینا، ۵۴ کلن ریتا چې د ایوریست پر سړي مشهور شوی، په روانه میاشت کې دا دوهم ځل دی چې دې څوکې ته خېژي.

د نورو غر ختونکو دغه لارښود د مې په ۱۲مه دغې لوړې څوکې ته ختلی و.

تنظیمونکو ویلي چې د هغه روغتیایي وضعیت ښه دی.

تېر کال له ۶زره زیاتو غره ختونکو د همالیا د غرونو دغه لوړې څوکې ته ځانونه رسولي و او اتلسو هم دې هدف ته د رسېدو په لاره خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

پنټاګون: روسیې فضا ته سټلایټ ضد وسله لېږلې

د روسیې یو اړوند فضایي تصویر
د روسیې یو اړوند فضایي تصویر

پنټاګون وایي، داسې ښکاري چې روسیې فضا ته د سټلایټ ضد وسله استولې ده.

د پنټاګون ویاند پټریک ریدر ( Patrick Ryder) د مې په ۲۱مه خبریالانو ته ویلي، د سټلایټ ضد دغه وسله پنځه ورځې وړاندې هغه مدار ته استول شوې چیرته چې د امریکا دولتي سپوږمکۍ هم شته.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف سملاسي دغه ادعا رد کړې او هغه یې د واشنګټن غلط معلومات بللي دي.

پنټاګون ویلي، دوی مسولیت لري چې د فضایي چاپیریال خوندیتوب ته چمتو اوسي.

د پاکستان پوځ: د افغانستان له خاورې د ترهګریزو پېښو د زیاتوالي شاهدان یوو

ارشیف
ارشیف

د پاکستان پوځ وایي، د افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو پېښو د زیاتوالي شاهدان دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر نن ( د مې ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ترهګر هڅه کوي د افغانستان-پاکستان پر پوله واوړي او هلته امنیتي ځواکونه او عام کسان په نښه کړي.

پاکستاني پوځ که څه هم نه دي ویلي چې کوم وسله وال د افغانستان له خاورې دوی ته ګواښ پېښوي، خو مخکې تر دې یې تور پورې کړی چې د افغانستان د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته پناه ورکړې.

د پاکستان پوځ زیاته کړې د همدې ګواښونو د مخنیوي لپاره دوی د بلوچستان د ږوب په سمبازه سیمه کې عملیات پیل کړي چې ترڅ کې یې د دوی په ټکو ۲۹ تنه وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ یوځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغانستان له خاورې دوی ته د ورپېښو ګواښونو مخه ونیسي.

د طالبانو حکومت وړاندې تر دې دغه تورونه په کلکه رد کړي او ویلې یې دي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو په ضد کار واخلي.

د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د یوه خبریال په ګډون څلور تنه وژل شوي

د شمالي وزیرستان نقشه
د شمالي وزیرستان نقشه

د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د یوه خبریال په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.

د ازادي راډیو مشال څانګې په میرانشا کې د پولیسو د ماموریت په حواله ویلي چې محلي خبریال کامران داوړ پرون شپه ناوخته د مې په ۲۱مه خپل کورته نژدې د وسله‌والو په ډزو کې ووژل شو.

په ورته وخت کې په درېیو نورو جلا جلا بریدونو کې د شمالي وزیرستان درې اوسېدونکي وژل شوي دي.

تراوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

پولیسو دا وژنې هدفي بللي او په وینا یې پلټنې یې پيل کړې دي.

په تهران کې زرګونه کسان د رییسي، عبداللهیان او نورو چارواکو د جنازې مراسمو ته راټول شوي

په تهران کې د رییسي او نورو چارواکو د جنازې له مراسمو یو انځور
په تهران کې د رییسي او نورو چارواکو د جنازې له مراسمو یو انځور

د ایران په پلازمېنه تهران کې زرګونه کسان د ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان او یو شمېر نورو چارواکو د جنازې مراسمو ته راټول شوي دي.

دغه مراسم د چهارشنبې په ورځ د تهران ښار په مرکزي برخه او تهران پوهنتون کې پيل شوي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي او سرپرست ولسمشر محمد مخبر ګډون په کې کړی دی.

د ایران د ولسمشر په ګډون څو لوړپوړي چارواکي د تېرې یکشنبې په ورځ په ختیځ اذربایجان ولایت کې د هليکوپټرې د سقوط په پېښه کې ووژل شول.

له افغانستان د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ دغې جنازې کې ګډون کړی دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم مراسمو ته ورغلی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG