د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

فیفا نه د امریکا د کانګرس غوښتنه؛ د تبعیدو افغان ښځو فوټبال لوبډله په رسمیت وپېژنئ


په تبعید کې د افغانستان د ښځینه فوټبالرانو د لوبډلې یو شمېر غړي
په تبعید کې د افغانستان د ښځینه فوټبالرانو د لوبډلې یو شمېر غړي

د امریکا د کانګرس د فوټبال/ساکر کمېټې جمهوري پالو او ډموکراټو غړو له فیفا غوښتي چې په تبعید کې د افغانستان د ښځینه وو د فوټبال ملي ټيم په رسمیت وپېژني څو د طالبانو تر کنټرول لاندې د هرې ایسارې ښځې او نجلۍ استازیتوب وکړي.

جمهوري غوښتونکو استازیو ډان بيکن او درین لاهود او ډموکراټو غړیو کټي کسټور او ریک لارسین د جمعې په ورځ فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون مشرتابه ته د افغان ښځینه وو ملي ټیم په اړه لیک استولی دی.

په لیک کې د افغان ښځو د فوټبال د ملي ټیم د رسمیت پيژندلو په ټینګار سره دغو امریکایي استازیو فیفا ته ویلي که دا کار د فوټبال ښکلې لوبې لپاره نه شي کولای لږ تر لږه دې د هغه پیغام لپاره وکړي چې د نړۍ ګوټ ګوټ ښځو او نجونو ته یې رسوي.

د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي د ښځو ملي ټیمونه بند دي. همداراز طالبانو وروسته په کلبونو او نورو ورزشي مرکزونو او پارکونو کې د ښځو پر ورزش بندیز لګولی دی.

د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي ټیم اکثر غړې اسټرالیا ته انتقال شوې دي.

د افغانستان ځينې فوټبالرانې همداراز پرتګال، انګلستان او فرانسې ته هم انتقال شوې دي.

د متحده ایالاتو د کانګرس ودانۍ
د متحده ایالاتو د کانګرس ودانۍ

د امریکا د استازیو جرګې د فوټبال/ساکر ډلې غړیو داسې وخت د فوټبال له نړیوال فدراسیونه د افغان ښځینه وو د ملي ټيم د رسمیت پيژندلو غوښتنه کړې چې د ښځو د فوټبال نړیوال جام د اسټرالیا او نیوزیلنډ په کوربه توب په پای ته رسېدو دی. دا نړیوال جام د خلکو د حضور له اړخه په تاریخ کې بې ساری بلل شوی دی.

د افغانستان د فوټبال د ښځو ټیم له افغانستانه تر وتلو وروسته خپله لومړۍ لوبه د تېر ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې د اسټرالیا په ملبورن کې له یوه محلي ټیم سره وکړه.

په دې لوبه کې د افغان ټيم کپټانې نیلاب ویلي وو چې ډېره خوشاله ده له میاشتو میاشتو وروسته فوټبال کوي.

نوموړې ویلي: "دا لوبه ځکه ډېره مهمه وه چې موږ یو وار بیا د افغانستان تر بیرغ لاندې فوټبال وکړ. د طالبانو په راتلو سره او دا چې موږ یواځې ځان ته نه بلکې هغو نجونو لپاره مبارزه کوو چې افغانستان کې ایسارې دي تر څو هغوی پوه شي چې موږ نه په شاه کېږو."

د فوټبال د نړیوال فدراسیون مشرتابه تر دې دمه د امریکايي استازیو د لیک په اړه څه ځواب نه دی ویلی.

د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا
د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا

تر دې مخکې هم د فیفا له مشرتابه د افغان نجونو د ملي ټيم د رسمیت پيژندلو غوښتنې شوې وې.

فیفا شاوخوا کال مخکې د دې غوښتنو په ځواب ویلي وو د ټیم او غړیو د انتخاب مسله د یوه هېواد کورنۍ چاره ده او فیفا د هېڅ ټیم د رسمیت پيژندلو حق نه لري.

د دې تر څنګ بیا فیفا ژمنه کړې وه چې فوټبال ته د ښځو او سړیو لاسرسی یو لومړیتوب دی او په دې برخه کې خپل څار ته دوام ورکوي او د افغانستان د فوټبال فدراسیون له مشرتابه او اړوندو کسانو سره به په نږدې اړیکه کې وي.

هغه وخت د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم پخوانۍ لوبډلمشرې خالده پوپل چې د ښځینه فوټبالرانو د حقونو لپاره هڅې کوي د فیفا په دې ځواب خواشیني ښودلې وه.

XS
SM
MD
LG