د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

د سولې لومړنۍ تماس ډلې له طالبانو سره خبرې کړي


دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ځیني غړي.
دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ځیني غړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د سولې لومړنۍ تماس ډلې د وېډیو کنفرانس له لارې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړې.​

دغې شورا تېره شپه ناوخته په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې په دې کنفرانس کې چې دوه‌نیم ساعته‌یې دوام وکړ، دواړو خواوو د افغانانو پر ضد د تاوتریخوالي پر کمولو، مخامخ خبرو او د یوه دایمي او پراخ اوربند پر مسئلو خبرې وکړې.​

د ملي امنيت شورا دغه‌راز وویل چې دواړو خواوو پر لومړنیو تخنیکي اقداماتو هم نظریات تبادله کړل، څو د بندیانو خلاصون ته مناسب چاپېریال رامنځته شي.

د بیان له مخې په دې وېډیویي کنفرانس کې د امریکا د متحده ایالاتو او د قطر استازو هم حضور درلود.​

طالبانو چې تر اوسه‌یې د افغانستان له حکومت سره له هر ډول مخامخ خبرو ډډه کړې د افغانستان د ملي امنیت شورا د دغو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له مخې باید دواړو لورو ډېر مخکې مخامخ خبرې پیل کړې وی، خو داسې ښکاري چې د بندیانو د نه‌خوشې کېدو او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د زیاتوالي له وجې هغه له خنډ سره مخامخ شوې دي.

مخکې له دې د حکومت دغه پلاوی په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې د لاسلیک په ورځ دوحې ته تللی و.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یو بیان کې ویلي و، د تماس لومړني پلاوي چې د کب په اوومه د قطر د وړاندیز په اساس دوحې ته تللی و، د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي او نورو امریکايي چارواکو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي او د قطر، جرمني، ناروې او ځینو نورو هېوادونو له استازو سره لیدلي دي.

په دغې اعلامیه کې له طالبانو سره د دغه پلاوي د لیدو په اړه څه نه‌و ویل شوي، خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته ویلي و چې د دغې ډلې سیاسي مشرانو په دوحه کې د حکومت له پلاوي سره نه‌دي لیدلي.

هغه زیاته کړې وه: "دغه پلاوی چې ۶ غړي لري، ۱۵ ورځې مخکې قطر ته تللی دی."

د افغان حکومت شپږ کسیز پلاوي کې؛

  • د عدلیې وزارت مرستیاله ذکیه عادلي
  • د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال عبدالخالق بالا کرزی
  • د حج او اوقافو وزارت مرستیال امین‌الدین مظفري
  • او همداراز د بهرنیو چارو وزارت او ملي امنیت شورا استازي
  • او د محبسونو د تنظیم د چارو مسئول هم

په‌کې شامل وو.

په ورته وخت کې وسله‌والو طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، طالبان د حملو په شدت سره د سولې د پروسې په وړاندې مخالفت څرګندوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند لطیف محمود د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۳» ازادي راډيو ته وویل، د حکومت له لوري د سولې لپاره اساسي اقدامات ترسره شوي، حکومت له طالبانو سره د بین‌الافغاني خبرو لپاره پوره چمتووالی نیولی او سولې ته ژمن دي، خو په خبره‌یې طالبان غواړي جګړې ته دوام ورکړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند لطیف محمود
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند لطیف محمود

ښاغلی محمود پر دې خبرې له ټینګار سره چې طالبان د حملو په زیاتولو سره غواړي د سولې بهیر ټکنی او رامنځته شوی فرصت له لاسه ولاړ شي، زیاتوي: "هغه اساسي اقدامات چې د سولې لپاره اړین و، ترسره کړي مو دي او موږ سولې ته ژمن یو. دا طالبان دي چې د خپلو حملو په زیاتولو سره غواړي د سولې له پروسې سره مخالفت وښيي، طالبان د سولې پر وړاندې اساسي خنډونه جوړوي، دوی هغه فرصت چې موږ یې د سولې په برخه کې لرو غواړي له‌منځه‌یې یوسي."

ښاغلی محمود وایي له طالبانو سره د بین‌الافغاني خبرو لپاره مذاکراتي ټيم چمتو او یوازې د مذاکراتو ځای او نېټې ته په تمه دی، خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، که څه هم له افغان حکومت سره د جګړې په راکمولو کې کومه ژمنه نه‌لري، خو له ۱۰۰ سلنې یې ۴۰ سلنې ته بریدونه راکم کړي دي.

د مجاهد په خبره، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د هوکړې پر بنسټ تعهداتو ته ژمن دي، خو د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې به جګړه روانه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د وسله‌‌والو مخالفینو نفوذي کسان د تېرې جمعې په شپه د زابل ولایت مرکز کلات ښار کې په یوه امنیتي پوسته کې د زابل والي د څرګندونو پر بنسټ ۲۴ افغان امنیتي ځواکونه او پولیس ووژل.

XS
SM
MD
LG