د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

خلیلزاد ولې افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړېدل غواړي؟


خلیلزاد
خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چاور وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وايي، افغان سیاسي مشران باید د سیاسي کړکېچ د حل لپاره یو ټول ګډونه حکومت رامنځته کړي.

په افغانستان کې د سیاسي کړکېچونو په لړ کې یو ځل بیا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سیاسي مشرانو غوښتي چې د رامنځته شوی کړکېچ د حل په هدف سره یو لاسي شي.

زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې افغان سیاسي مشران باید سیاسي بحران له منځه یوسي او یو ټول ګډونه حکومت رامنځته کړي.

په ورته وخت کې بیا ولسمشر محمد اشرف غني هم د نوي کال مبارکۍ په مناسبت یوه ویډیوي پیغام کې ۱۳۹۹ کال د پیوستون او اصلاحاتو کال یاد کړی.

ښاغلي غني واقعي سولې او ثبات ته په اشارې سره ویلي چې باید د هېواد دننه د مشرانو ترمنځ پیاوړي همکاري او همغږي رامنځته شي.

ولسمشر غني
ولسمشر غني

هغه زیاته کړه: "د افغانستان اسلامي جمهوریت ۱۳۹۹ کال د پیوستون او اصلاحاتو کال نومولی دی، اوس چې سولې ته د بل هر وخت په پرتله ډیر هیله مند یو، پکار دي چې د بل هر وخت په پرتله خپل منځ کې اتحاد او پیوستون ته پام واړوو، سوله له موږ څخه زموږ د ټولو همغږي او همکاري غواړي، همدا راز واقعي سولې او ثبات ته د رسېدلو لپاره لازمه ده چې د اصلاحاتو په برخه کې لا جدي واوسو."

دا خبري په داسي حال کې کېږي چې یو لور ته د افغانانو خپلمنځي یا بین الافغاني خبرې ځنډیدلي او بل لور ته بیا د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو پر سر د ولسمشر غني او مخکیني اجراییه مشر ډاکتر عبدالله ترمنځ ټاکنیز کړکېچ رامنځته شوی.

اوس پوښتنه دا ده چې د ټاکنیزو جنجالونو له رامنځته کېدو وروسته د زلمي خلیلزاد تازه ټویټونه چې په ټول ګډونه حکومت ټینګار کوي موخه یې څه ده؟

په دې اړه یو شمېر سیاسي شنونکي وايي امریکا اوس غواړي، چې له هرڅه زیات د دولت، طالبانو او سیاسي مشرانو ترمنځ همغږي رامنځته کړي.

سیاسي چارو کارپوه محب شریف د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې امریکا اوس یوازې دې ته کار نه کوي چې د ولسمشر غني او مخکیني اجرائیه مشر عبدالله ترمنځ را ولاړ شوی کړکېچ حل کړی، بلکې د امریکا لویه موخه افغانستان کې سیاسي اجماع او طالبانو سره د دولت هوکړه رامنځته کول دي.

ښاغلي شریف ازادي راډیو ته وویل: "زه فکر کومه امریکایان غواړي زمینه یو داسي حکومت ته چمتو کړي چې په کابل کې شته سیاسي جریانونه هم شریک کړي او په خوا کې یې او هغه مهم اړخ چې امریکایان ورسره جوړجاړي ته رسېږي طالبانو هم په یو ډول را پخلا کړی شي، د ډاکتر عبدالله شریک کول او نه کول ښایي دومره مهمه نه وي، لکه د دولت، طالبانو او سیاسي جریانونو جوجاړي مسئلې ته."

خو په ورته وخت کې بل باور دا دی چې امریکا او د دوی استازي په لوی لاس یو بل بحران رامنځته کولو ته لار هواروي.

ناصر شفیق سیاسي چارو کارپوه ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې د زلمي خلیلزاد ګډون د امریکا یوه تېروتنه وه، که امریکا اوس د ټول ګډونه حکومت څرګنډونې کوي له دې مخکې یې باید د ټاکنو کړکېچ له منځه وړی وای او یا یې د ملي وحدت حکومت ته دوام ورکړی وای.

سیاسي چارو کارپوره ناصر شفیق په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زه فکر کوم چي زلمي خلیلزاد په لومړۍ ورځ دا غلطي کړې وه، چې د ټاکنو نتیجه چاڼ شوي نه وه او محمد اشرف غني لوړې مراسمو کې یې ګډون کړی و، چې دا کار د ډاکتر عبدالله عبدالله د خفګان سبب شو، اوس د هغه تدارک په دې ډول خبرو باندې زه فکر کوم دا نور هم بحران ته دوام ورکول دي، دوی باید پخوا نه فکر کړی وای چې دا ټاکنې اول نتیجه نه لري او بیا نتیجه یې هم د افغان ولس د کمرنګه ګډون نتیجه کې د صفر معادل دي."

د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپلو ټويټونو کې ټول ګډونه حکومت ته اشارې ترڅنګ د سولې روان فرصت څخه ګټه او همداراز کرونا ویروس څخه د مخنیوي په خاطر د افغان حکومت او طالبانو یو ځای کار کولو ته هم اشاره کړې ده.

راپور: ډېوه نادر

XS
SM
MD
LG