د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

اشرف غني: د سولې پروسه اوږده ده او تدبیر ته اړتیا لري


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې پروسه اوږده ده او په دې برخه کې تدبیر او حوصلې ته اړتیا ده.

ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۲» د عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین په مناسبت په یوې وېډيويي وینا کې وویل، سوله‌یې د حکومت له لومړیتوبونو ده او ډاډ یې ورکړ چې د سولې خبرې به په بشپړ شفافیت وشي.

ښاغلی غني ټینګار کوي چې له طالبانو سره د مذاکرې لپاره د افغان حکومت پلاوی به د خلکو په استازولۍ له دې ډلې سره خبرې وکړي.

ولسمشر غني زیاتوي: "د حکومت پلاوی به د حکومت او خلکو په استازولۍ خبرې پیل کړي. د سولې پروسه یوه اوږده پروسه ده. دا پروسه دا بهیر تدبیر او حوصله‌مندۍ ته اړتیا لري همدا ډول به د خلکو غوښتنې او غږ واورېدل شي."

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، له طالبانو سره د مذاکراتو په پای کې به د افغانستان پارلمان او یا لویه جرګه د شوي توافق په اړه پرېکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تمه ده د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د مرکچي پلاوي له ټاکل کېدو وروسته، پیل شي.

ولسمشر غني دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد، د ولسمشر غني له‌خوا د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د فرمان له لاسلیکولو وروسته، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ژر تر ژره د سولې د خبرو پر پیلولو ټينګار کړی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې د ګډون پر مهال.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې د ګډون پر مهال.

افغان ولسمشر همدا ډول نوي حکومت ته په اشارې وویل، له تېرې پنځې کلنې تجربې په ګټه به‌یې منتخب حکومت د یو برابر افغانستان لپاره کار وکړي او بنسټ به‌یې عدالت، د فقر له‌منځه‌ وړل او نوي نسل ته د فرصت ورکول وي.

ښاغلي غني زیاته کړه: "زما اساسي مسؤلیت به دا وي، څو نوي نسل ته لار پرانیزم. زه نه‌غواړم چې قدرت په افغانستان کې میراثي واوسي. زما ټوله هیله دا ده چې د دې دورې په پای کې د هېواد نوي نسل ته تل‌پاتې میراث پرېږدم."

ولسمشر غني داسې مهال د نوي حکومت په لومړیتوبونو غږېږي چې د خپل لوړې په مراسمو کې یې وویل، په دوه اوونیو کې به یو داسې حکومت جوړ کړي چې د ټول افغانستان استازولي وکړي.

XS
SM
MD
LG