د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

افغان سفیر: چین کې افغان محصلان قرنطین شوي


د امریکا متحدو ایالاتو او اروپايي هېوادونو چین ته د سلانیانو پر تګ او راتګ کلک بندیز لګولی دی.
د امریکا متحدو ایالاتو او اروپايي هېوادونو چین ته د سلانیانو پر تګ او راتګ کلک بندیز لګولی دی.

په چین کې د افغانستان سفیر وايي، د چین په ووهان ښار کې مېشت افغان محصلان قرنطین شوي او دوی په دوامدار ډول له ټولو سره په تماس کې دي.

په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم زیاتوي چې دوی په ووهان کې د افغانستان د محصلانو له وضعیته خبر دي خو د ځینو ملحوظاتو له مخې یې افغانستان ته د هغوی لېږد ځنډولی دی.

جاوېد قایم پرون، د جنورۍ په ۳۱مه، ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل چې له ووهانه یې د محصلینو د لېږد په اړه د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره خبرې کړې دي او د عامې روغتیا وزارت ځينې اندېښنې لري.

چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم
چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم

جاوېد قایم زیاته کړه: "د عامې روغتیا وزارت تشویش لري چې که دوی موږ را انتقال کړو او که چېرې په دوی کې کوم یوه دا ویروس اخیستی وي، دلته راشي بیا به د دې وېروس کنټرول ډېر سخت کار وي."

د کرونا په نوم وژونکی ویروس د چین له ووهان ښاره خپور شوی دی.

دا ویروس چې انسان ته تنفسي ناروغۍ پيدا کوي د لرې ختيځ ډېرو هېوادونو، فرانسې، امریکا او حتی سعودي عربستان او اسټرالیا کې هم ځينې ښارونو ته رسېدلی دی.

د امریکا متحدو ایالاتو او اروپايي هېوادونو چین ته د سلانیانو پر تګ او راتګ کلک بندیز لګولی دی.

د پاکستان حکومت هم پرون چین ته پروازونه تر بندیز لاندې کړل.

امریکا او اروپايي هېوادونو چین ته د سلانیانو پر تګ او راتګ کلک بندیز لګولی دی
امریکا او اروپايي هېوادونو چین ته د سلانیانو پر تګ او راتګ کلک بندیز لګولی دی

د رپوټونو په حواله، د چین په ووهان ښار کې یوازې د سنټرل چاینا نارمل یونیورسټي په نوم پوهنتون کې ۴۰ افغان محصلان په لوړو زده کړو بوخت دي.

د دې پوهنتون یوه محصل، عمران زکریا ازادي راډیو ته په وروستیو کې وویل چې ۳۲ کسه په هغه ښار کې دي او اته کسه د ژمي د رخصتۍ لپاره افغانستان ته تللي دي.

په ووهان کې بل افغان محصل، مشعل جمالزي پرون ازادي راډیوته وویل چې هر هېواد د خپلو محصلانو د اېستلو هڅې کوي او یوازې افغان محصلان بې برخلیکه هلته پراته دي او نه پوهېږي چې څه وکړي.

عمران جمالزی زیاتوي: "دلته د موږ روحي وضعیت ډېر بد دی، ویروس هره ګړۍ لا زیات خپرېږي، حتی د چین حکومت په هوا کې کیمیايي مواد پاشلي او موږ له وېرې د خپلو خونو کړکۍ نه شو پرانیستلای."

په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم وویل چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت رسمي موقف دا دی چې ټول افغان محصلان چې د چین په ووهان ښار کې دي، باید خپل وطن ته ژر تر ژره واستول شي.

جاوېد قایم وویل چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته سپارښتنه شوې چې دا مسئله د روغتیا له نړیوال سازمان سره مطرح کړي او د نړیوالو نورمونو سره سم عمل وکړي.

XS
SM
MD
LG