د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

چین کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله لسګونه افغان محصلین بند پاتې دي


په چین کې افغان محصل مشعل جمال زوی
په چین کې افغان محصل مشعل جمال زوی

د چین په ووهان ایالت کې چې د کرونا په نوم وژونکی ویروس خپورشوی، په لسګونو افغان محصلین هم د دغه ویروس د خپرېدو له امله بند پاتې دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت په ووهان او د چین په نورو سیمو کې د افغان محصلینو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په هغې خبرپاڼه کې چې نن دې وزارت خپره کړې ډاکتر فېروزالدین فېروز په کابل کې د چین له سفیر سره خبرې کړې او له هغه یې غوښتي چې تر هغو پورې چې وضعیت ښه شوی نه وي، د سوداګرۍ شرکتونو استازیو او نورو افغانانو ته چې په وروستیو کې هغه هېواد ته تللي، بېرته افغانستان ته د سفر کولو اجازه ورنه کړي.

د چینایي چارواکو په وینا تراوسه پورې په چین کې له پنځوسو زیات کسان د دغه ویروس د خپرېدو له امله مړه شوي او له دوو زرو زیات کسان هم پرې اخته شوي دي.

په ووهان ښارکې د افغان محصلینو د وضعیت په اړه نوریاس نوري د سینټر چاینه نورمال پوهنتون د نړیوالو اړیکو د پوهنځي د دوم کال له محصل مشعل جمال زوی سره مرکه کړې او په پیل کې یې د افغان محصلینو د وضعیت په اړه ترې پوښتنه کړې ده.

د دې مرکې د اورېدو لپاره د لاندې لینک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG