د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

روغتیا نړیوال سازمان: نړۍ د کرونا په اړه حساس پړاو ته داخله شوې


روغتیايي کارکوونکي په یوه الوتکه کې د دوا پاشلو پر مهال.
روغتیايي کارکوونکي په یوه الوتکه کې د دوا پاشلو پر مهال.

د روغتیا نړیوال سازمان یو چارواکی وایي، نړۍ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره حساس پړاو ته داخله شوې ده.

د دې سازمان د بېړنیو چارو د پروګرام مدیر مایکل ریان چې روانه اوونۍ د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره یوځای چین ته تللی و، زیاتوي، کومې هلې ځلې چې د دې ناروغۍ لپاره چین کړې دي دی ترې اغېزمن شوی دی.

ښاغلي ریان زیاته کړه: "زه په دې باور یم چې نړۍ د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د یو موټي کېدو په لور روانه ده. موږ د دې پېښې د مخنیوي په حساسه مرحله کې یوو. د روغتیا نړیوال سازمان په دې باور دی چې دا ناروغي لاهم د خپرېدو په حال کې ده او له یوه تنه بل ته د تماس له لارې لیږدېږي. موږ به وتوانېږو چې د چین له حکومت او نورو حکومتونو سره کار وکړو او د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسو."

یو روغتیايي کارکوونکی په کرونا اخته سیمه کې د دوا شیندلو په حال کې.
یو روغتیايي کارکوونکی په کرونا اخته سیمه کې د دوا شیندلو په حال کې.

ریان بیا وویل، اکثر خلک چې په دې ناروغۍ اخته شوي دي پر هغوی باندې په سخته نه‌وي او د مړینې کچه‌یې هم یوازې دوه په سلو کې ده.

د سارس په نوم اخیستونکې ناروغي چې له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۳ کلونو پورې په چین کې خپره شوې وه او په نړۍ کې یې ۶۰ تنه ووژل، د مړینې کچه‎یې نږدې ۱۰ فیصدو ته رسېده.

د چین حکومت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تقریباً ۶۰۰۰ کسان اوس د کرونا په ویروس اخته شوي چې له دې ډلې ۱۳۲ تنه مړه شوي دي.

د چین روغتیا وزارت زیاتوي چې ۹۲۳۹ کسانو باندې شک کېږي چې په دې ناروغۍ به اخته وي او هغوی په روغتونونو کې تر څارنې لاندې دي.

د کرونا په ویروس اخته شوي چې له دې ډلې ۱۳۲ تنه مړه شوي.
د کرونا په ویروس اخته شوي چې له دې ډلې ۱۳۲ تنه مړه شوي.

په لسګونه کسان له چینه بهر په اروپا، شمالي امریکا او منځني ختیځ او د اسیا په نورو سیمو کې په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

په داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د دې نوې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده یو شمېر نړیوالو هوایي شرکتونو خپلې الوتنې چین ته او له هغه ځایه نورو هېوادونو ته ځنډولې دي.

یو شمېر هېوادونو بیا خپل خلک چې د چین په ووهان ښار کې ګیر پاتې و د هوا له لارې ایستلي دي.

دغه ۱۱ میلیوني ښار د دې نوې ناروغۍ د خپرېدو اصلي مرکز دی چې قرنطین شوی دی.

XS
SM
MD
LG