د جمهوري ریاست او د بلخ د پخواني والي ترمنځ د راولاړې شوې سیاسي لانجې په دوام په کابل کې د امریکا سفیر وايي، له روان وضعیت نه یوازې ترورېستان ګټه پورته کوي.
جان باس چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸» یې په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، له پخواني والي نه نوي هغه ته واک باید ژر تر ژره او د قانون په رڼا کې ولېږدول شي.
د نوموړي په خبره د واک په انتقال کې تاوتریخوالي ته هېڅ ځای نشته.
دی وايي:
"موږ باور لرو چې دا سیاسي لانجه او یا هم د پخواني والي عطا محمد نور څخه نوي والي ته واک باید په سولهییز ډول انتقال شي، دلته په ټولنه کې نور د اضافي تاوتریخوالي لپاره هېڅ ځای نشته."
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې هم په بلخ کې له سولهییزې لار د واک د انتقال غوښتنه کړې وه.
جمعیت اسلامي ګوند د امریکا د مرستیال ولسمشر له دا ډول څرګندونو هرکلی کړی و.
خو ښاغلي نور ویلي، تر کومه چې له ارګ سره د جمعیت ګوند خبرې نتیجه ورنهکړي په ځپل ځای به پاتې وي.
تراوسه د جمعیت ګوند او ارګ ترمنځ خبرو نتیجه نهده ورکړې.
ولسمشر محمد اشرف غني شاوخوا یوه میاشتې وړاندې د عطا محمد نور استعفا ومنله.
د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم وايي، په بلخ کې د واک انتقال مهم دی، خو باید ټولو خواوو ته قناعت ورکړل شي.
نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د هېواد حساسو شرایطو ته په کتو باید د حکومت مخالفینو، خلکو او نړېوالې ټولنې ته قناعت ورکړل شي، نو زه فکر کوم چې دا یوه عامه پروسه ده او هېڅڅوک یې باید مخالفت ونهکړي او په کار ده چې اهداف باید عمومي وي."
د ښاغلي خادم په خبره که څه هم د حکومتي مامورینو تغیر، تبدیل او یا هم عزل کول د ولسمشر له صلاحیتونو څخه دي، خو دا چې اوسنی حکومت د توافق له مخې رامنځته شوی په کار ده چې د قضایاوو پر وړاندې چلند هم دې مسایلو ته په پام ترسره شي.
راپور: محمد حدیث پردېس