د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

پنټاګون: د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتيژي لا نه ده بشپړه شوې


د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس پرون ویلي چې د افغانستان لپاره پوځي ستراتيژي، لا نه ده بشپړه شوې.

«واشنګټن اکزامېنر» خپرونه وايي چې دفاع وزیر جېمز متېس پرون جمعه خبریالانو ته په دې اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې کړنلارې ته بیا کتنه نه ده بشپړه شوې خو ټینګار یې وکړ چې کار ورباندې روان دي.

متېس: زه لا نه شم ویلی چې څومره ژر به دا کار بشپړه شي.
متېس: زه لا نه شم ویلی چې څومره ژر به دا کار بشپړه شي.

د امریکا دفاع وزیر ویلي:

"زه لا نه شم ویلائ چې څومره ژر به دا کار ترسره شي او موږ به څومره ژر دا کړنلاره ولسمشر ته وړاندې کړو."

د امریکا دفاع وزیر څو اوونۍ وړاندې، د هغه هېواد د کانګرس د وسله والو خدمتونو کمېټې ته په وینا کې څرګنده کړې وه چې د جولاي میاشتې تر نیمايي به د افغانستان لپاره پوځي کړنلاره برابره او ولسمشر ته وړ اندې کړي.

خو د جولاي په څوارلسمه، جېمز متېس وویل چې دی لاهم پر خپل دې هدف کار کوي چې د جولاي میاشت ترنیمايي د افغانستان لپاره پوځي کړنلاره بشپړه شي.

جېمز متېس وویل:

"موږ ډېر ورته نږدې شوي یو."

د واشنګټن اکزامېنر په حواله، یوه مسئله چې ښايي نه ده حل شوې د سپینې ماڼۍ دا طرحه ده چې په راتلونکې کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې او تجهیز مسئولیت شخصي قراردادیانو ته وسپارل شي.

د واشنګټن اکزامېنر په حواله، لوي ستراتيژیست سټیف بانون يې ملاتړ کوي.

د دې طرحې په اړه لومړی رپوټ نیویارک ټایمز خپور کړی و.

د واشنګټن اکزامېنر په حواله، جېمز متېس د دې وړاندیز مخالف دی ځکه دا طرحه په اساس کې د پېسو د سپمولو لپاره جوړه شوې خو په ډېرو مواردو کې لیدل شوي چې ګرانه تمامېږي.

جمهوري غوښتونکي سناتور جان مک کېن څو ورځې مخکې له دې امله چې د افغانستان لپاره د دفاع وزارت ستراتيژي نه ده بشپړه شوې او کانګرس ته نه ده وړاندې شوې، خپله نارضایتي څرګنده کړه.

د ناټو تړون د غړو هېوادونو دفاع وزیرانو تېره میاشت پر افغانستان په غونډه کې پرېکړه وکړه چې زرګونو اضافي پوځیان به د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې، د افغانستان د امنیتي قواوو د روزنې لپاره هغه هېواد ته واستوي.

د واشنګټن اکزامېنر په حواله، په دې غونډه کې له امریکا د ۴۰۰۰نورو عسکرو د استولو غوښتنه شوې وه.

رپوټونه وايي چې دافغانستان لپاره د امریکا د دفاع وزارت په نوې کړنلاره کې هغه هېواد ته د نورو امریکايي عسکرو پر استولو هم غور کېږي.

خو د امریکا د دفاع وزارت چارواکو په دې اړه چې دقیقاً د څومره عسکرو پر استولو بحث روان دي، معلومات نه دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG