د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۲

ټرمپ: متېس افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر په اړه صلاحیت لري


د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالدټرمپ د هغه هېواد فاع وزیر، جېمز متېس ته صلاحیت ورکړی چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د شمېرپه اړه پرېکړه وکړي.

په واشنګټن کې یوې سرچینې د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط، اسوشیټېد پرېس خبري اژانس ته ویلي چې ولسمشر ټرمپ د سناتورانو تر انتقادونو څو ساعته وروسته د دفاع وزیر جېمز متېس ته دا صلاحیت ورکړ چې خبر یې رسماً لا نه‎دی اعلان شوی.

د امریکا د سنا یو شمېر غړو پرون سې شنبه پر دفاع وزارت کلکه نیوکه وکړه چې ولې نه‎دي توانيدلي چې د افغانستان د جګړې په اړه نوې کړنلاره چې هلته د امریکايي عسکرو شمېر هم په‎کې شاملېږي، جوړه کړي.

د امریکا د نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ حکومت د افغانستان لپاره د یوې نوې کړنلارې پر جوړولو لګیا دی چې هغه هېواد ته د سلګونو اضافي عسکرو د استولو امکان هم په‎کې شاملېږي.

د امریکا د نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا د نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ

یوه امریکايي چارواکي چې د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط یې خبرې کولې، څرګنده کړه چې د ولسمشر ټرمپ دا کار به دفاع وزیر جېمز متېس ته د دې توان ورکړي چې ډېر ژر په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر وټاکي.

د سې شنبې په ورځ د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور جان مک‎کېن غوښتنه وکړه چې دفاع وزیر جېمز متېس د افغانستان د جګړې لپاره خپل پلان بشپړ کړي او خبرداری یې ورکړ چې که دفاع وزارت کړن‎لاره جوړه نه‎کړي، د سنا له لوري به اقدام وشي.

سناتور مک‎کېن وویل چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د حکومت په لومړیو دوو میاشتو کې یې تمه درلوده چې د افغانستان د جګړې په اړه نوې کړنلاره بشپړه او اعلان شي.

په ځواب کې د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس د سنا د وسله والو خدمتونو کمېټې ته وویل چې پر ستراتیژي کار روان دی او پر دې هم فکر شوی چې په کړنلاره کې د ځنډ له امله پرکارونو منفي اغېز ونه‎شي.

متېس په‎دې اړه نور جزئیات څرګند نه کړل.

د امریکا متحد ایالات اوسمهال په افغانستان کې ۸۴۰۰ عسکر لري.

د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس تائید کړې چې په افغانستان کې وضعیت نازک دی او د هغه په وینا "دښمن د غوړېدو په حال کې دی."

جېمز متېس د سنا د وسله‎والو خدماتو کمېټې ته وویل:

"موږ په افغانستان کې د بري په حال کې نه یو خو موږ به دا حالت چې د امکان ترحده ژر بدل کړو."

د روان کال په پېل کې د امریکا دفاع وزارت افغانستان ته د تقریباً ۳۰۰۰ عسکرو د استولو پر پلان غور کول چې د هغه هېواد د امنیتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ پروګرامونه پرمخ بوزي. خو وروسته، دا مسئله وځنډول شوه او د ناټو له نورو غړو هم د عسکرو غوښتنه وشوه.

په‎دې اړه چې افغانستان به د یوه کال په موده کې څرنګه وي، متېس پرون د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې تشدد به کم وي، په حکومت دارۍ کې فساد به کم وي او د وسله‎والو طالبانو ټغربه تر ډېره حده ور نغښتی وي.

XS
SM
MD
LG