د لاسرسي لېنکونه

تمه ده د امریکا ملي امنیت سلاکار نن افغان چارواکو سره وګوري


د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک‌ماسټر.

تمه ده چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک‌ماسټر نن په کابل کې له افغان چارواکو سره وګوري.

د مک‌ماسټر د کابل د سفر اعلان د چهارشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ کړی و:

«زه جنرال مک‌ماسټر افغانستان ته استوم، ترڅو هلته دا وڅېړي چې موږ د خپلو افغان شریکانو او د ناټو د ایتلاف ترڅنګ څه ډول پرمختګ کولی شو.»

امریکایي او افغان چارواکو تراوسه کابل ته د امریکا د ملي امنیت د سلارکار د سفر دقیق وخت نه دی اعلان کړی، خو هندي رسنیو ویلي دي چې مک‌ماسټر به سبا په نوي ډیلي کې له هندي چارواکو سره وګوري او تر هغه مخکې به د جنوبي اسیا د سفر په ترڅ کې کابل او اسلام اباد ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG