د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

ټیلرسن: ادلیب کې د کیمیاوي برید په وړاندې پر مناسب ځواب فکر کوو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې په سوریې کې د کیمیاوي وسلې د کارولو لپاره د یوه مناسب ځواب په لټه کې دی.

د ریکس ټیلرسن اشاره هغه برید ته ده چې ظاهراً د سوریې حکومت په ادلیب ښار کې وکړ چې ویل کېږي له زهرجنو موادو کار اخیستل شوی وو.

ټیلرسن په ټینګار سره وایي چې هېڅ شک نشته چې د ولسمشر بشارالاسد په مشرۍ رژیم په ادلیب کې د کیمیاوي وسلې د برید مسؤل دی.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ په نظر او د هغو معلوماتو له مخې چې موږ ترلاسه کړي دي، هېڅ شک نشته چې د ولسمشر اسد په مشرۍ رژیم د دې حملې مسؤل دی او تر دې وړاندي دا مهمه ده چې د روسیې حکومت د اسد د رژیم د پرله پسې ملاتړ په اړه په دقت فکر وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د فلوریدا ایالت د ویسټ پالم بیچ هوایې ډګر کې د چین د ولسمشر تر هرکلي وروسته وویل چې واشنګټن د سوریې د کیمیاوي وسلې د برید په اړه د یوه مناسب ځواب په فکر کې ده.

ټيلرسن: دغه برید د ملګرو ملتونو ټول پرېکړه لیکونه نقض کړي دي.
ټيلرسن: دغه برید د ملګرو ملتونو ټول پرېکړه لیکونه نقض کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د دې کیمیاوي وسلې د برید په وړاندې د یوه مناسب ځواب ورکولو باندي فکر کوو، دغه برید د ملګرو ملتونو ټول پخواني پرېکړه لیکونه، نړیوال نورمونه او هغه تړونونه نقض کړي دي چې تر اوږدې مودې پوري رعایت شوي، هغه توافقات هم پکې شامل دي چې د سوریې رژیم او روسیې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نورو غړیو هغه منلي دي، دا یوه جدي مسئله ده او باید جدي ځواب ورکړل شي."

ریکس ټیلرسن د دې پوښتنې په اړه چې ولسمشر اسد سیاسي برخلیک به څنګه شي، وویل، «په هغو کړنو سره چې اسد ترسره کړي داسي نه ښکاري چې هغه به د سوریې د خلکو د مشرۍ په برخه کې ونډه ولري.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په مشخصه توګه د سوریې د رژیم پر ضد د احتمالي اقداماتو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه له دندې د بشارالاسد لېري کول د نړیوالې ټولنې هڅو ته اړتیا لري.

راپورونه وایي، د بشاراسد رژیم د تېرې اوونۍ سې شنبې په ورځ د سوریې په ادلیب ښار کې د برید پر مهال له کیمیاوي وسلې کاراخیستی دی.

له ادلیب څخه خپاره شوي ویډیویې تصویرونه دردوونکي شېبې ښیې چې لویان او ماشومان د مرګ سره لاس او ګرېوان دي.

د دغو قربانیانو پر درېیو مړو په ترکیې کې طبي پلټني شوي دي چې په نتیجه یې کې پرون د ترکیې د عدلیې وزیر باقر بوزداغ خبریالانو ته وویل:

"پر جسدونو د پلټني په نتیجه کې معلومه شوه چې کیمیاوي وسله کارول شوې ده، د عدلي طب راپور په ښکاره دا واضح کوي، د روغتیا نړیوال سازمان او د کیمیاوي وسلې د مخنیوي سازمان دواړو استازي په دې پلټنه کې حاضر و، طبې ازموینې ښیې چې ولسمشر اسد کیمیاوي وسله کارولې ده."

په دې برید کې تر اتیا ډېر کسان وژل شوي چې ښځي او ماشومان هم پکې شامل دي.

د سوریې حکومت د کیمیاوي وسلو کارول ردوي.

دمشق وایي، د دوی هوایي ځواکونو هغه فابریکه په نښه کړې چې کیمیاوي وسلې پکې ساتل شوي وې.

بریتانیا او فرانسې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک د خپرولو غوښتنه کړې ده چې په هغه کې باید د لسګونو ملکي وګړو وژنه وغندل شي.

هیلي: که ملګري ملتونه سوريه کې اقدام ونه‌کړي، د ټرمپ اداره‌يې کوي

ټرمپ د سوریې ادلیب کې د کیمیاوي وسلو برید بشریت ته توهین وباله

داسې احتمال شته چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ونشي کولی داسې پرېکړه لیک صادر کړي، ځکه روسیه د سوریې د رژیم کلکه ملاتړې ده او هغه د امنیت شورا دایمي غړې ده چې کولی شي دا پرېکړه لیک ویتو کړي.

XS
SM
MD
LG