د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

"م.م" د سوریې ادلیب کې مشکوک کیمیاوي برید څېړي


ملګرو ملتونو د سوریې ادلیب کې د مشکوک کیمیاوي برید په اړه څېړنې پیل کړې دي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د څېړنو کمېټې په یوې اعلامیه کې دا برید چې لږ تر لږه ۵۸ کسان‌یې وژلي غندلی دی.

په اعلامیه کې د هغو روغتیايي تأسیساتو هدف ګرځول چېرې چې د دې برید قربانیان تر درملنې لاندې وو هم غندل شوي او دا یې د جنګي جنایت سره برابر او د بشري حقونو جدي سرغړاوی بللی دی.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي سټېفن دي مېستورا په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، ټولې نښې نېښانې داسې ښيي چې دا یو کیمیاوي برید دی او د هوا له لارې شوی دی.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن چهارشنبه پر دې پېښې د بحث لپاره بېړنۍ غونډه وکړي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویاند شان سپایسر
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویاند شان سپایسر

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ویاند شان سپایسر ویلي:

"دا برید ناوړه برید دی او له پامه نه‎شي غورځېدای. د امریکا متحده ایالات باور لري چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد د دې برید مسؤل دی."

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم ویلي چې بشارالاسد د دې "ډله‌ییزې وژنې" مسؤل دی او پر هغو چې یې د بشار الاسد رژیم ملاتړ کوي غږ کړی چې "د خپلو سیاسي، ستراتیژیکو او اخلاقي مسؤلیتونو په اړه یو وار بیا غور وکړي."

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون ویلي که ثابته شي چې دا برید د سوریې حکومت کړی نو دا "به له پوښتنې پرته جنګي جنایت وي او له دوی سره به‌یې حساب کېږي."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا برید "غیر انساني" بللی چې د سولې خبرې له خطر سره مخ کولای شي.

د ترکیې د جمهوري ریاست سرچینو ویلي چې اردوغان دا خبرې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.

د سوریې حکومت دا رد کړې چې د کیمیاوي وسلې برید یې کړی او ویلې یې دي دوی د خان شیخون په ښارګوټي کې د ترهګرو د کیمیاوي وسلو یوه ډیپو له‌منځه وړې.

د سوریې حکومت په یوې اعلامیه کې ویل شوي، دا برید د سوخو سو۲۲ ​"Sukhoi Su-22" روسي جنګي الوتکې په وسیله شوی چې د کیمیاوي وسلو د لېږد وړتیا نه‎لري.

د سوریې پوځ هم د کیمیاوي وسلو کارول رد کړي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار بریتانیا مېشتې ډلې او د سوریې د طبي پاملرنې د ادارو ټولنې ویلي، په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر له سلو پورته دی او د ۴۰۰ په شااوخوا کې نور ټپیان دي.

راپورونه وايي، ګڼ ټپیان د تنفسي ستونزو سره مخ دي.

سوریه کې د دې کیمیاوي برید په اړه راپورونه د چهارشنبې په ورځ بروکسل کې د سوریې او سیمې د راتلونکي په اړه د جوړېدونکي نړیوال کنفرانس څخه مخکې خپرېږي.

د سوریې په شپږ کلنې کورنۍ جګړه کې لږ تر لږه ۳۰۰۰ کسان وژل شوي او په میلیونونو نور بې‌کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG