د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

هیلي: که ملګري ملتونه سوريه کې اقدام ونه‌کړي، د ټرمپ اداره‌يې کوي


ملګرو ملتونو ته د امریکا سفیرې نيکي هيلې د چار شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که د ملګرو ملتونو امنيت شورا په سوريه کې د کيمیاوي حملو پر ضد اقدام ونه‌کړي، د ټرمپ اداره به‌يې پر ضد اقدامات وکړي.

ملګرو ملتونو ته د امریکا استازې نيکي هيلي د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه په بېړنۍ غونډه کې وغوښتل چې ژر تر ژره هغه مسوده تصويب کړي چې د امریکا، بریتانيې او فرانسې له‎خوا ترتيب شوې او وايي، د کيمياوي وسلو کارولو په صورت کې به حمله کوونکی له عکس‌العمل سره مخامخ شي.

دې په ځانګړې توګه په سوریه کې د سې شنبې ورځې کيمیاوي حملې ته اشاره کړې ده.

ملګرو ملتونو ته د امریکا سفیره نيکي هيلي
ملګرو ملتونو ته د امریکا سفیره نيکي هيلي

هيلي وويل:

"که ملګري ملتونه په ګډه اقدام ونه‎کړي او په خپله دې دنده کې پاتې راشي، داسې وختونه راځي چې امریکا اړ شي د قربانيانو په خاطر په‎خپله اقدامات وکړي. زه هيله لرم چې د دې شورا نور غړي هېوادونه هم همداسې اقدامات وکړي. نړۍ باید د کيمیاوي وسلو کارول او دا حقيقت وويني چې داسې وسلې به نه‌زغمل کېږي."

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماریا زاخارووا بیا وويل چې دغه مسوده د منلو وړ ځکه نه‎ده چې د کيمیاوي حملو په اړه تر اوسه د پلټنو نتایج نه‎دي راغلي او دغه مسوده تر وخت له مخه د حملو مسؤلیت پر دمشق اچوي.

همداراز ملګرو ملتونو ته د روسيې استازي ولاديمير سافرونکوف د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وويل چې لومړی کار دا دی چې په دې اړه بشپړ تحقيقات وشي.

ده وويل:

"د دې حملې په تړاو تر اوسه ټول ناسم راپورونه د لندن مېشتې سوريې د بشري حقونو د څار ادارې ورکړي چې ډېر مخکې بې‌باوره ګڼل شوې ده."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د اردن له پاچا عبدالله سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د دې کيمياوي حملې په اړه خپله خواشيني څرګنده کړه او ويې‌ويل:

"پر کوچنيانو دغې حملې پر ما ژور اغېز کړی دی. ډېر لوی اغېز. دا بېروونکې او وحشتناکه پېښه وه. ما دا وليدله او تر دې نور څه بد نه‎شي کېدلای."

ټرمپ زياته کړه چې له دې حملې وروسته د اسد پر وړاندې د ده دريځ ډېر تغيیر کړی دی.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن له روسيې وغوښتل چې تر دې کيمياوي حملې وروسته د سوريې له ولسمشر بشار الاسد سره پر خپلو روابطو له سره غور وکړي.

د امریکا د ولسمشر مرستيال مايک پنس هم له فاکس نیوز سره په مرکه کې د چهارشنبې په ورځ وويل چې ټول شواهد ښيي دا حمله د سوريې د حکومتي ځواکونو له‎خوا شوې ده.

ده له روسيې وغوښتل چې د کيمیاوي وسلو د له‎منځه وړلو د موافقې د درناوي په برخه کې په سوريه کې مرسته وکړي.

ده همداراز د دې حملې نيمايي پړه د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما پر ادارې واچوله او ویې‌ويل، دغه اداره پاتې راغله چې د ۲۰۱۳ میلادي کال د کيمياوي وسلو پر ضد موافقې ته سوریه او روسيه ژمن وساتي.

ملګرو ملتونو ته د سوريې مرستيال سفير منظور منظور دغې شورا ته په خبرو کې وويل، د سوریې پر حکومت ناسم تورونه پورې شوي دي چې حکومت په خان شیخون کې پر ملکيانو کيمياوي وسلې کارولې دي.

ده وويل چې ترورېستان دغه ملکيان د سپر په توګه کاروي.

XS
SM
MD
LG