د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به اسټرالیا ته د رسمي سفر په ترڅ کې د هغه هېواد له لوړ رتبه چارواکو سره پر مهمو مسئلو خبرې وکړي.

له اسټرالیايي چارواکو سره د ښاغلي غني په نننیو لیدنو کتنو کې به د افغانستان پر اقتصادي او امنیتي وضعیت خبرې شاملې وي.

ښاغلی غني د اسټرالیا دولت له مشرتابه او د دفاعي او استخباراتي ادارو له مشرانو سره ګوري.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مينه‎پال

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مينه‎پال

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مينه‎پال تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:

"ولسمشر د اسټرالیا د صدراعظم، ګورنر جنرال، د اسټرالیا د استخباراتو له مشر، دفاع وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر سره ګوري."

ولسمشر غني به له اسټرالیايي چارواکو سره د اقتصادي همکاریو په اړه یو شمېر موافقه‎لیکونه هم لاسلیک کړي.

دواخان مینه‎پال وايي:

"ښاغلی غني به په اسټرالیا کې له مېشتو افغان کارپوهانو او مسلکي خلکو سره وګوري او د اسټرالیا او افغانستان د اقتصادي او کرنیزو همکاریو پر پراختیا به خبرې ورسره وکړي. ولسمشر به هلته یو لړ موافقه‎لیکونه هم لاسلیک کړي."

په اسټرالیا کې مېشت لیکوال او د مدني ټولنې فعال عبدالهادي هادي ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر باید د اسټرالیا له حکومته د زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړي ځکه د هادي په باور، اسټرالیا د ترورېزم ضد مبارزه کې له افغانستان سره زیاتې مرستې ته لېوالتیا لري.

افغان ولسمشر باید له اسټرالیا کومې همکارۍ وغواړي؟

په اسټرالیا کې مېشت لیکوال او د مدني ټولنې فعال عبدالهادي هادي

په اسټرالیا کې مېشت لیکوال او د مدني ټولنې فعال عبدالهادي هادي

عبدالهادي هادي وايي:

"دوی له ترورېزم سره مبارزې او د افغانستان بیارغونه کې مرستې ته علاقه‌مندي لري. زه فکر کوم چې لویه لاسته راوړنه به دا وي چې که د اسټرالیايي سوداګرو او د اسټرالیا د دولت توجه افغانستان کې د کانونو کېندلو ته راواړوي. د ولسمشر هرکلی هم ډېر ساده و او مخکې له راتګه، دلته د ولسمشر غني د راتګ خبره ډېره ګرمه موضوع نه‎وه، اسټرالیايي مطبوعاتو کې هم دا مسئله ډېره ګرمه نه‎وه، خو یادونه‌يې کېده چې د افغانستان ولسمشر راځي او د کانونو، د اړیکو د پراختیا او له ترورېزم سره د مبارزې په اړه به له اسټرالیايي چارواکو سره مباحثات کوي."

د ښاغلي هادي په وینا، ولسمشر غني به سبا له محدود شمېر افغانانو سره چې په کانبرا کې اوسي، وګوري.

اسټرالیا په هغو سترو هېوادونو کې ده چې په تېرو ۱۶ کلونو کې یې له افغانستان سره زیاتې مرستې کړې دي.

اسټرالیا په ۲۰۰۱ میلادي کال کې افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو په چوکاټ کې له ترورېزم سره مبارزې ته عسکر هم ورکړي وو.

افغانستان او اسټرالیا د سیاسي، اقتصادي، امنیتي او انکشافي چارو لپاره د اوږد مهالي مشارکت تړون کړی دی.

د اسټرالیا صدراعظم ویلي چې له ولسمشر غني سره به د ښځو پر وضعیت، د خصوصي سکټور پر ملاتړ او د کرنیزو همکاریو په اړه خبرې وکړي.

دا اسټرالیا ته د افغانستان د ولسمشر لومړی رسمي سفر دی چې د چهارشنبې په ورځ به پای ته ورسېږي.

ولسمشر غني بیا اندونیزیا او سنګاپور ته ځي.

XS
SM
MD
LG