افغان حکومت وايي، اندونیزیا، اسټرالیا او سنګاپور ته د ولسمشر سفر د افغانستان د بهرني سیاست له پنځو کړیو څخه یوه ده.
افغان ولسمشر د نړیوالو د هر اړخیز ملاتړ د خپلولو په هدف د خپلو بهرنیو سفرونو په ترڅ کې دا ځل اندونیزیا، اسټرالیا او سنګاپور ته روان شوی او دا د افغانستان د بهرني سیاست له پنځو کړیو څخه یوه بلل کېږي.
د ولسمشر غني د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي، د بهرني سیاست پیاوړتیا او د نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې د ولسمشر غني له مهمو ژمنو څخه دي چې په دې برخه کې د پام وړ ګامونه هم اخیستل شوي دي.
ښاغلي مرتضوي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې اوسمهال افغانستان د پاکستان پرته د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او په نړیواله کچهیې هم یوه ستره اجماع رامنځته کړې ده.
نوموړي زیاته کړه:
"د ملي یووالي حکومت د خپل بهرني سیاست په پنځو کړیو کې ګټور ګامونه اخیستي، په لومړۍ کړۍ کې چې د سیمې له هېوادونو سره اړیکې دي د پاکستان په پرتله د سیمې له نورو هېوادونو سره روښانه او دولت محوره اړیکې لرو."
دی زیاتوي چې دغو درېیوو هېوادونو ته د ولسمشر سفر پر اقتصادي او پراختیايي موضوعاتو راڅرخي.
ښاغلی مرتضوي وايي، ولسمشر محمد اشرف غني به د دغه سفر په ترڅ کې د یادو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو سربېره له یو شمېر سوداګرو سره هم وګوري او هغوی به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نېږدې دونیم کاله وړاندې د افغانستان بهرنی سیاست په پنځو کټګوریو کړیو وېشلی و.
په دغو پنځو کړیو کې د ګاونډیو هېوادونو، اسلامي هېوادونو، د سترو مرستندويه هېوادونو، اسیايي هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره اړیکې شاملې دي.
یو شمیر سیاسي کارپوهان بیا په دې باور دي چې له کورني سیاست پرته بهرنی سیاست ناکام دی.
سیاسي کارپوه ودیر صافی وايي، حکومت نهیوازې دا چې په خپل کورني سیاست کې بریالی نهدی سربېره پر دې له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره هم ښې اړیکې نهلري.
ښاغلي صافي زیاته کړه:
"د بهرني سیاست پلي کول د کورني سیاست پر بنسټ وي، دا چې دننه دوی سره وران دي بهرنی سیاست هېڅکله نهشي جوړېدی، دوی د بهرني سیاست په لومړۍ کړۍ کې چې ګاونډي هېوادونه وو څه وکړل؟ ایران او پاکستان کوم ځای کې دي، اندونیزیا، اسټرالیا او سنګاپور نه به څه راوړي، دا سفرونه وخت ضایع کول دي."
تر دې مخکې د ولسي جرګې یو شمېر غړو او ځینو سیاسي ګوندونو هم د ملي وحدت حکومت پر بهرني سیاست انتقاد کړی وو او ویلي وو چې حکومت په تېرو دوو کلونو کې په خپل بهرني سیاست کې له ثبات او لازمو ظرفیتونو څخه برخهمند نهو.
هاخوا د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظار خادم که څه هم وايي چې د حکومت د بهرني سیاست لومړۍ کړۍ چې د سیمې له هېوادونو سره اړیکې وې لا بشپړه شوې نهده خو دغو درېیو هېوادونو ته د ولسمشر سفر یو ګټور ګام بولي.
راپور: عبادالله حنانزی