یو شمېر افغان شننونکي اسټرالیا ته د ولسمشر اشرف غني د سفر په ترڅ کې ټینګار لري چې ولسمشر باید په اقتصادي چارو کې د اسټرالیا همکاري وغواړي.
د اسټرالیا په سیډني ښار کې مېشت افغان لیکوال او مدني فعال عبدالهادي هادي له ازادي راډيو سره په مرکه کې وویل چې اسټرالیا د ترورېزم ضد په مبارزه او همداراز په اقتصادي چارو کې له افغانستان سره د همکارۍ لېوالتیا لري.
له ښاغلي هادي سره صفيالله ستانکزي مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتنه کړې چې اسټرالیا څه ډول له افغانستان سره مرسته کولای شي او افغان ولسمشر باید کومې همکارۍ وغواړي: