د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

فورډ: واشنګټن اوس لپاره د ایران او نړیوالو تر منځ اټمي موافقه مني


د متحده ایالاتو د ولسمشر یو لوړ رتبه سلاکار وايي، واشنګټن د اوس لپاره د ایران او نړیوالو قوتونو تر منځ اټمي موافقه مني.

د سپینې ماڼۍ په امنیت شورا کې د ډله‌ییزې وژنې د وسلو او د اټمي وسلو د نه‌پراختیا د برخې مشر وايي، د ایران او نړۍ د قوتونو تر منځ اټمي موافقه مني.

کرېسټوفر فورډ د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې د کارنیګي څېړنیز مرکز په یوه کنفرانس کې وویل سره له دې چې د ډونالد ټرمپ اداره د اوس لپاره له ایران سره اټمي موافقه مني خو دا تړون څېړي او غواړي چې تهران ورته په کلکه پابند واوسي.

ښاغلي فورډ وویل دوی په خپله اداره کې پر دې بحث کوي چې ایا په لنډ مهال او اوږد مهال کې دې هدف ته رسېدل حقیقي دی چې نړۍ د اټمي وسلو د خپرېدو له خطر پاکه او د ملکي اټمي انرژۍ په برخه کې همکاري پراخه شي.

کرېسټوفر فورډ وايي، امریکا د روسيې له‌خوا په دې وروستیو کې د لیرې واټن ویشتونکو کروز توغندیو چې اټمي سروکې انتقالولی شي، د ځای پر ځای کېدو په اړه هم څېړنه کوي.

نوموړي د کارنیګي څېړنیز مرکز کنفرانس ته په وینا کې د اټمي وسلو د مخنیوي او د امریکا او متحدانو د امنیتي اړتیاو تر منځ د کړکېچ د شتون یادونه وکړه.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په وار وار له ایران سره د نړۍ د قوتونو پر اټمي موافقې انتقادونه کړي دي.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د عراق له صدراعظم حیدرالعبادي سره د کتنې پر مهال پر پخواني ولسمشر باراک اوباما انتقاد وکړ چې د ټرمپ په خبره هېڅ‌څوک نه‌پوهېږي چې معلومه کړي ولې بارک اوباما له ایران سره اټمي موافقه لاسلیک کړه.

XS
SM
MD
LG