د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

ډونالد ټرمپ: ایران به پرې نه‎ږدم چې اټمي وسله ترلاسه کړي


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ژمنه کړې چې ایران به پرې نه‎ږدي څو اټمي وسلې ترلاسه کړي.

نوموړي همدارنګه یو وار بیا د تهران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو تر منځ اټمي موافقه وغندله.

ولسمشر ټرمپ پرون په واشنګټن کې د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په یوې خبري غونډه کې د فلسطینیانو او اسرائیلو تر منځ د سولې یو توافق ته پر رسېدو ټینګار وکړ.

دا له هغې وروسته چې ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه کړې واشنګټن ته د نتانیاهو لومړی سفر و.

ولسمشر ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو تر منځ اټمي موافقه غندلې وه.

د دې موافقې له مخې ایران خپل اټمي پروګرام محدود کړ او په بدل کې یې نړیوالې ټولنې پرې بندیزونه لیرې کړل.

د فبرورۍ میاشتې په پیل کې ولسمشر ټرمپ د ایران له‎خوا د لیرې واټن ویشتونکي توغندي له ازموینې وروسته پر دې هېواد نوي بندیزونه ولګول.

د چهارشنبې ورځې په خبري غونډه کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د اسرائیلو صدراعظم نتانیاهو دواړو له ایران سره نړیوال اټمي تړون وغانده.

دا تړون پخواني ولسمشر بارک اوباما د خپلې اته کلنې ولسمشرۍ پر مهال د بهرنۍ پالېسۍ برخه کې لویه لاسته راوړنه بلله.

خو د امریکا نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل، یو تر ټولو بد جوړجاړی چې یې تر اوسه لیدلی هغه له ایران سره اټمي موافقه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"زما ادارې لا دمخه پر ایران نوي بندیزونه لګولي دي. زه به د اټمي وسلې د جوړولو څخه د ایران د همیشني مخنیوي لپاره نور اقدامات هم ترسره کړم."

د امریکا او اسرائیلو دې دوو مشرانو د چهارشنبې ورځې په خبري غونډه کې په ډېرو مسئلو یو ډول نظر درلود.

نتانیاهو ټرمپ وستایه او هغه‌یې د یهودانو ملګری وباله.

ټرمپ د اسرائیلو او د نتانیاهو حکومت چې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما له ادارې سره‌یې اختلافات لرل، د کلک ملاتړ ژمنه وکړه.

ولسمشر بارک اوباما د خپلې ولسمشرۍ په وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو د ملي امنیت شورا د هغه پرېکړه‎لیک مخه ونه‌نیوله چې په‌کې په لوېدیځه غاړه کې د نتانیاهو د حکومت له‎خوا د یهودي مېشت ځایونو جوړول غندل شوي وو.

د اوباما حکومت دا پرېکړه چې د اسرائیلو پر ضد د امنیت شورا د پرېکړه‎لیک مخه ونه‌نیسې وړه خو د اسرائیلو په وړاندې د امریکا د لسیزو اوږدې پالېسۍ په ترڅ کې د پام وړ بدلون و.

په داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ د اسرائیلو په اړه د ملګرو ملتونو دا پرېکړه‎لیک وغانده او د اسرائیلو سره‌یې غیر عادلانه چلند وباله.

خو د اسرائیلو صدراعظم ته‌یې وویل چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې دې د نویو یهودي مېشت ځایونو جوړول "یو څه وځنډوي."

"تر هغه ځایه چې د مېشت ځایونو خبره ده، نو زه غواړم چې تاسو د یو څه وخت لپاره د نویو مېشت ځایونو جوړول وځنډوئ. موږ به یوه چاره وکړو، خو زه غواړم چې یو توافق رامنځته شي. زه فکر کوم جوړجاړی به رامنځته شي. زه پوهېږم چې هر ولسمشر دا غوښتل خو له دوی څخه هر یو په دې اړه هڅې وروسته پیل کړې، ځکه فکر یې نه‌کاوه چې دا به ممکن وي او دا ځکه ممکن نه‌و چې دوی پرې کار نه‌و کړی."

نوموړي هوډ څرګند کړ چې د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ به د سولې د یو ښه توافق په رامنځته کېدو بریالی شي.

په دې عامه څرګندونو کې ټرمپ له دې ډډه وکړه چې د اسرائیلو او فلسطین د کړکېچ د هواري لپاره د دوو جلا دولتونو حل لاره په څرګندو ټکو تائید کړي.

دا پالېسي چې د امریکا متحده ایالات‌یې له کلونو راهیسې ملاتړ کوي د اسرائیلو او راتلونکي فلسطیني دولت تر منځ د ټاکلو پولو پر سر خبرې اترې هڅوي.

XS
SM
MD
LG