د پاکستان صدراعظم د افغانستان او پاکستان تر منځ د ګډې پولې د پرانيستل کېدو امر صادر کړ.
له ۳۱ ورځو وروسته پاکستان له افغانستان سره د خپلې تړلې پولې د بېرته پرانيستل کېدو اعلان وکړ او نن دوشنبه به د تورخم او سپينبولدک پر لويو دروازو له دواړو غاړو د عامو خلکو او تجارتي لاريو تګ راتګ پيل شي.
دا امر د پاکستان صدراعظم نواز شريف صادر کړ او دا يې ومنله چې د پولې تړل کېدل د عامو خلکو او اقتصاد پر ضد یو ګام ووږ
پاکستاني رسنيو د صدراعظم نواز شريف له دفتره د خپرې شوې اعلاميې پر اساس ويلي چې د افغانستان او پاکستان خلک تر خپل منځ مذهبي، کلتوري او تاريخي اړيکې لري، ځکه نو د ښه نيت له مخې امر کوي چې پوله دې په بېړنۍ توګه بېرته پرانيستل شي.
صدراعظم نواز شريف هيله څرګنده کړې چې افغانستان به د دوى د هغو اندېښنو د لهمنځه وړلو لپاره ګامونه پورته کوي چې پر اساسيې پوله تړل شوې وه.
ده ويلي چې په سيمه کې د امنيت او ارامۍ لپاره په افغانستان کې دايمي سولې ته اړتيا ده.
په اسلاماباد کې افغان سفير ډاکتر عمر زاخېلوال هم نن غرمه پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلي چې په لندن کې د تېرې پنجشنبې ورځې په ناسته کې پر دې موافقه شوې وه چې لارې به بې له کوم شرطه پرانيستل کېږي.
ښاغلى زاخېلوال وايي له پاکستاني چارواکو سره د تېرو درېیو ورځو تر خبرو اترو وروسته نن د صدراعظم د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز ورته ډاډ ورکړ چې نن دوشنبه به د لندن د خبرو پر اساس تړلې لارې په بشپړه او دايمي توګه پرانيستل شي.
دا پوله په داسې وخت کې پرانيستل کېږي چې تېره ورځ په چمن ښار کې د پولې تړل کېدو په ضد بشپړ کاربنديز وو.
د دې ښار تجارانو د سياسي ګوندونو په ملاتړ خپل ټول کاروباري مرکزونه تړلي وو او غوښتنهيې کوله چې که پوله په ورځ دوو کې پرانهنيستل شي، نو دوى به تر دې هم په سختو احتجاجونو لاس پورې کړي.
د يادونې وړ ده چې پاکستاني پوځ د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله د سيند په سېوڼ کې د لعل شهباز قلندر پر مزار تر ځانوژونکي بريد وروسته وتړله چې په منځ کې يوازې دوه ورځې د عامو خلکو د اوښتو لپاره پرانيستل شوه.
پاکستاني چارواکو تور پورې کاوه چې په پاکستان کې د تېرې مياشتې په ترورېستي بريدونو کې لاس لرونکي وسلهوال په افغانستان کې دي، ځکهيې نو د امنيتي خطرونو د مخنيوي لپاره پوله وتړله، خو افغان چارواکو يې دا تورونه په کلکه رد کړل.
رپوټ: بارکوال مياخېل