د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

کندهار والي تر درملنې وروسته بېرته خپل کاري دفتر ته ستون شو


د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي چي شااوخوا دوه میاشتې وړاندې په یوه حمله کي سخت ټپي شوی وو په فرانسه کې له درملنې وروسته نن د شنبې په ورځ بېرته خپل کار ته ستون شو.

ښاغلی عزیزي د پنجشنبې په ورځ له فرانسې کابل ته راغلی وو.

د همایون عزیزي د هر کلي لپاره د دې ولایت په هوایي ډګر کې پراخ تدابير نیول شوي و او د کندهار ښار په ټولو برخو کې د نوموړي د ښه راغلاست لپاره لوي بورډونه لګېدلي و.

والي همايون عزيزي کندهار ته له رسېدو سره سم يوې پراخې غونډې ته په وینا کې وویل چې دی به خپل کار ته دوام ورکړي او د بريدونو او وسله والو حملو په وړاندې به د پخوا په څېر مبارزه کوي.‍

ښاغلي عزیزي د ده پر مېلمستون د حملې په اړه له جزئیاتو پرته ویل چې افغانان د سمه ییز او او نړیوال ترورېزم قربانیان دي.

د نوموړي په خبره د افغانستان دښمنان به له ماتې سره مخ شي او افغانان به خامخا بریالي کېږي.

ډاکټر همایون عزیزي.
ډاکټر همایون عزیزي.

"یقناً زما بیا ځلي راتګ یو نوی ژوند دی او زه دا ژوند د لوی خدای تر فضل او کرم وروسته د خپلو دوستانو، خواخوږو او په ځانګړي ډول د کندهار د شریف ولس د نیکو دعاګانو نتېجه ګڼم."

د کندهار یو شمېر مخورو دې غونډې ته وویل چې والي عزیزي په تېرو دوو کالونو کې د دې ولایت د ملکي ادارې د پیاوړتیا او د ښاري اصلاحي پروګرام د عملي کولو په برخه کې د پام وړ هڅې کړي او د دغه ښار هر اړخیز انکشاف ته يې لار برابره کړې ده.

د کندهار د ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکریزوال وویل چې د متحده عربي اماراتو د ډيپلوماټانو په ګډون افغانستان هم خپل ډېر تکړه شخصیتونه د والي پر مېلمستون په حمله کې له لاسه ور کړي او دا په کندهار کې د خپل ډول یوه ډېره بده او دردونکې پېښه وه.

په دې غونډه کې د کندهار عالي دارالمعلمین د دې ولایت د وژل شوي مرستیال والي عبدالعلي شمسي په نوم ونومول شو.

د کندهار والي همایون عزیزي د دغه ولایت د یو شمېر چارواکو مخور سره نېږدې دوه میاشتې مخکي په یوه ملېمستیا کې چې د متحده عربي اماراتو د سفیر او د دغه هېواد د ډیپلوماټانو په ویاړ جوړه شوې وه سخت ټپي شوی و چې لومړی د درملنې لپاره هندوستان او بیا فرانسې ته ولېږدول شو.

په دې برید کې د متحده عربي اماراتو سفیر او د یو شمېر ډیپلوماټانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي وو او شااوخو ۱۷نور ټپیان شوي وو.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG