د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

ارګ: عربي متحده امارات افغان دولت سره د همکارۍ ښه ظرفیت لري


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، عربي متحده امارات په بېلابېلو برخو کې له افغان دولت سره د همکارۍ ښه ظرفیت لري.

مرتضوي زیاته کړه، که څه هم سفر تر ډېره په کندهار کې د عربي متحده اماراتو د ډیپلوماټانو په وژنې د غم‎شریکي په خاطر ده خو د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ هم تر بحث لاندې نیول کېږي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند شاه حسین
د جمهور رئیس مرستیال ویاند شاه حسین

شاه حسین مرتضوي زیاته کړه:

"جمهور رئیس د افغان دولت په استازیتوب د عربي متحده اماراتو له چارواکو سره «په کندهار کې د دغه هېواد د ډيپلوماټانو د وژنې په خاطر» غم‎شریکي ښيي. کوم هېوادونه چې له افغانستان سره د سولې او ثبات برخه کې همکاري کولای شي د دې توقع ترې لرو چې یو مثبت رول ولوبوي. عربي متحده امارات هم په بېلابېلو برخو کې ښه ظرفیتونه لري هم له افغان دولته د ملاتړ او هم نورو برخو کې نو په همدې اساس په دوه اړخېزو مسایلو خبرې کېږي."

افغان ولسمشر د کندهار تر خونړۍ پېښې ۳۳ ورځې وروسته عربي متحده اماراتو ته تللی دی.

د ارګ ماڼۍ د بیان له مخې له افغان ولسمشر سره په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار، د ملي امنیت عمومي رئیس، د چارو ادارې عمومي رئیس او د جمهور رئیس یو سلاکار ملتیا کوي.

د کندهار ولایت د مقام په میلمستون کې د مرغومي په ۲۱ مه «د جنوري لسمه» چاودنه وشوه چې په‎کې د عربي متحده اماراتو د پنځو ډیپلوماټانو په شمول ۱۲ تنه ووژل شول او ۱۹ نور ټپيان شول.

محمد علي البستکي، عبدالله محمد عیسی، احمد رشید سلیم،احمد عبدالرحمن التونایجي او عبدالحمید سلطان الحمادي هغه پنځه عرب ډیپلوماټان وو چې په دې حمله کې وژل شوي وو.

د کندهار د والي مرستیال عبدالعلي شمسي، د ولایت د بهرنیو اړیکو مشر شاه احمد سعید، د مشرانو جرګې غړی سراج الدین صفري، د ولسي جرګې غړی بازمحمد جوزجاني، په امریکا کې افغان ډیپلوماټ یما قریشي، د پخواني ولسمشر د تره زوی هاشم کرزی او یو بل ځوان هم په دې پېښه کې وژل شوي افغانان دي.

افغان چارواکو وویل چې د کندهار حمله په کوټه کې پلان شوې وه او پلان جوړونکي یې په پاکستان کې ازاد ګرځي.

افغان کارپوه علي امیري بیا په دې نظر دی چې د کندهار تر حملې وروسته افغان چارواکي اندېښنه لري چې له عربي متحده اماراتو سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکې زیانمنې نه‎شي.

علي امیري زیاته کړه:

"جمهور رئیس غواړي د سیمې عربان په خاصه توګه عربي متحده امارات ډاډمن کړي چې افغان دولت له دغه هېواد سره د ښو اړیکو لیواله دی او دا پېښه باید د دواړو هېوادونو په اړیکو کومه اغېز ونه‎کړي. زه فکر کوم د افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره یوه پټه اندېښنه شته چې د کندهار پېښه له عربي متحده اماراتو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې اغېزمني نه‎کړي او ان تردې ونه رسېږي چې خپلو پخوانیو همکارانو ته پراخې مالي سرچینې برابري کړي."

افغانستان کې د طالبانو رژیم د عربي متحده اماراتو له خوا په رسمیت پيژندل شوی و او د دې ډلې جنګیالیو د کندهار په حمله کې لاس لرل هم رد کړي دي.

د افغان ولسمشر سلاکار محمد داوود ګلزار چې د کندهار د پېښې د پلټونکي پلاوي مشر و یوې محلي رسنۍ ته تائید کړې چې وظیفوي غفلت شوی دی او مخالفینو له نفوذي کسانو کار اخیستی و.

وبه لیدل شي چې د کندهار تر پېښې وروسته چې د "وظیفوي غفلت" په خاطر افغان چارواکو ته هم د ملامتیا ګوته نیول کېږي د عربي متحده اماراتو چارواکي څه ډول خپلې راتلونکې اړیکې او همکارۍ له افغان دولت سره تنظیموي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG