د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

ګلزار: د کندهار پېښې د څېړنې پایلې به ډېر ژر اعلان کړو


د کندهار ولایت پر مېلمستون د شوې حملې په اړه د څېړنې لپاره د ګومارل شوي دولتي پلاوي مشر وایي، د دغې حملې په اړه هر اړخیزې څېړنې شوي او نتیجه به‌یې ډېر ژر له رسنیو سره شریکه کړي.

د افغان ولسمشر جګپوړی سیاسي سلاکار وایي، د کندهار ولایت پر مېلمستون د حملې څرنګوالي ته په پام سره د دوی هر اړخیزې څېړنې وروستي پړاو ته نېږدې شوي او دوی هیله‌مند دي چې نتیجه‌یې ډېر ژر اعلان کړي.

محمد داود ګلزار چې د دغې پېښې د څېړنې لپاره د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ کندهار ته تللی دا څرګندونې نن دوشنبه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وکړې او ویې‌ویل، په اوس وخت کې د دغو څېړنو لومړنۍ نتیجې ځکه نه‌شي اعلانولی چې دغه پېښه ډېره حساسه ده او دقیقې څېړنې ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا د کندهار ولایت مېلمستون چې کلک امنیت‌یې نیول شوی دا ډول حمله او په هغې کې د بهرنیو ډیپلوماتانو وژل یوه حساسه مسئله ده.

ګلزار: دا یوه حساسه مسئله ده زیاتې څېړنې ته اړتیا لري.
ګلزار: دا یوه حساسه مسئله ده زیاتې څېړنې ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د دې لپاره چې دا یوه ډېره حساسه مسئله ده، په دې کې زموږ د دوست هېواد ډیپلوماتان وژل شوي او هم په یوه ډېر امن ځای کې دغه پېښه شوې، دا چې دا پېښه د سیمې له استخباراتو سره تړلې موږ د دغې قضیې محرمیت ته په پام سره لومړنۍ څېړنې بشپړې کړي او د نهایي نتیجې د اعلانولو لپاره‌یې څه نور وخت ته هم اړتیا لرو."

ښاغلي ګلزار د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې کله به د دغې پېښې په اړه د څېړنې وروستۍ نتیجه له رسنیو سره شریکوي وویل، ښایي د ده په مشرۍ پلاوی بیا کندهار ته ولاړ شي او د پېښې په اړه د نورو لورو له څېړنو سره د خپلو څېړنو نتایج شریک او وروستۍ نتیجه‌یې راتلونکې اوونۍ اعلان کړي.

د کندهار د ولایت پر مېلمستون د شااوخوا دوه اوونۍ مخکې حملې په اړه په سیمه‌ییزه کچه پر څېړنې سربېره د متحده عربي اماراتو او د بريټانیا سکاټلنډ یارډ د پولیسو ټیمونو هم څېړنې کړي دي.

په دغې حمله کې چې مسؤلیت‌یې تر اوسه چا په غاړه نه‌دی اخیستی د کندهار مرستیال والي او د متحده عربي اماراتو د پنځو ډیپلوماتانو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول او د کندهار د والي او په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د سفیر په ګډون لسګونه کسان ټپیان شول.

له حملې سمدستي وروسته افغان چارواکو وویل چې دا حمله د پاکستان په کوټه کې پلان شوې وه او د پاکستان د استخباراتو د ادارې په مرسته ترسره شوې ده.

عبدالرازق: د کندهار حمله حقاني او «ISI» په ګډه پلان کړې وه

د ولسمشر سیاسي سلاکار ښاغلي ګلزار یو ځل بیا یادونه وکړه چې لومړنۍ څېړنې ښیي چې په دې پېښه کې د سیمې د استخباراتو لاس دی.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق څو ورځې مخکې ازادي راډیو ته وویل چې د والي پر مېلمستون د حملې په تړاو ۱۷ کسان نیول شوي چې یو شمېر امنيتي سرتېري او د دغې ودانۍ ساختماني کارکوونکي او انجنیران په‌کې شامل دي.

د نوموړي په وینا د پلټنو او څېړنو په لړ کې معلومه شوې چې چاودېدونکي مواد چا او په څه ډول د کندهار ولایت مقام تر مېلمستون پورې رسولي او هلته‌یې په کوچونو کې ځای پر ځای کړي دي.

XS
SM
MD
LG