د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

غني: پر داوود خان روغتون د حملې عاملینو پل که هرځای وي وبه څېړل شي


د افغانستان جمهوري ریاست پر سردار محمد داوود خان روغتون د حملې د عاملینو معلومول مهم ګڼي او وايي چې که د حمله کوونکو پل تر هره ځایه پورې ورسیږي بررسي به شي.

د جمهوري ریاست چارواکي وايي، جمهور رئیس اشرف غني دا خبره تېر ماښام د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوړ پوړو افسرانو سره په یوې ناسته کې وکړه.

د جمهور رئيس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال
د جمهور رئيس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال

د جمهور رئيس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ولسمشر په دې لیدنه کې د څيړنو پر جديتوب ټینګار وکړ او ویي ویل دا برید که له هرځایه او د هرچا په واسطه طرح او عملي شوي وي، افغان حکومت به د دغه پیښې عاملین تعقیبوي، هغه به معلوموي او د قانون منګلو ته به يې سپاري."

د کابل ښار د سردار محمد داوود خان پر روغتون د تيرې اوونۍ د چهارشنبې د ورځې په وسله واله حمله کې ۵۰ کسان وژل شوي او په لسګونو ټپیان شوي دي.

افغان حکومت د دغې پیښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره یو کميسیون ګمارلی چې د خپلو څيړلو لومړۍ راپور ېې دوه ورځې مخکې له رسنیو سره شریک کړ.

د څيړلو د کميسیون د لومړیو معلوماتو له مخي له حمله کوونکو سره د روغتون له دننه مرسته نه ده شوې.

د افغانستان خلک او په تيره کابل ښاریان په بې صبرۍ سره د دغې حملې د څرنګوالي معلومولو ته انتظار باسي.

فعالان: پر داوود خان روغتون د رازونو ډکې پېښې څرنګوالی دې واضح شي:

په دې لړ کې د "ټولنیز عدالت مدني جنبش" په نامه مدني ټولنه وايي، که حکومت د سردارمحمد داوود خان پر روغتون د مخالفینو د حملې جزئیات او څرنګوالی ژر تر ژره خلکو ته واضح نه کړي، خلک به پر حکومت بې باوره شي.

د دغې ټولنې مشر احمد ذکي د جمعې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، پر سردار محمد داوود خان روغتون د وسله والو مخالفینو حمله له اسرارو ډکه یوه بوږنووونکې پیښه وه او حکومت ته په کار ده چې پرته له ځنډه د دغې پېښې څرنګوالی واضح کړي.

نوموړی وايي:

"د سردار محمد داوود خان د روغتون د پېښې په اړه چې کوم معلومات موږ لرو، د وژل شوېو شمېر یې شاوخوا ۲۵۰ تنه دی او دا شمېره مو له حکومته نه‎ده اوریدلې. په دې اړه زموږ د مدني ټولنې اندیښنې مخ په زیاتېدو دي."

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې کابل کې د سردار محمد داوود خان پر روغتون د وسله‎والو په حمله کې ۴۹ تنه چې د روغتون ډاکټران، کارکوونکي او پوځیان په کې شامل دي، وژل شوي او شاوخوا ۶۳ ټپیان شوي دي.

که څه هم پر دغه روغتون د حملې د څرنګوالي د معلومولو لپاره د حکومت له‎خوا د حقیقت موندنې کمېسیون ګمارل شوی او څېړنې یې روانې دي خو د ټولنیز عدالت مدني جنبش وايي، پخوا تردې هم د ورته پېښو لپاره د څېړلو لپاره کمېسیونونه جوړ شوي خو نتایجو ېې د خلکو قناعت نه‎دی حاصل کړی.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، ګمارل شوی کمېسیون په بشپړ مسلکي‎توب سره د یاد روغتون د حملې د څرنګوالي په څېړلو بوخت دی.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش له ازادي راډیو سره خبرو کې ډاډ څرګند چې ګمارل شوی کمېسیون به ډېر ژر د پېښې په اړه د خپلو څیړنو نتایج خلکو ته وړاندې کړي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"زه ټولو خلکو ته وایم چې منتظر دې وي چې له ۲۴ مظنؤنینو څخه چې نیول شوي، خپلې پوښتنې بشپړې کړو. له هغې وروسته به د څېړنو نتایج د حقیقت په توګه، خلکو ته وړاندې کړو."

کابل ښار کې پر سردار محمد داوود خان روغتون د وسله‎والو مخالفینو حمله لومړۍ پېښه نه‎ده بلکې په دې وروستیو کې مخالفینو د پولیسو پر یوې حوزې هم برید کړی چې مرګ ژوبله يې لرله.

کابل ښاریان پر امنتي ارګانونو او په تېره پر کشفي ادارو تاکید کوي چې د پېښو د ترسره کېدو د مخه دې استخباراتي تدابیر جدي کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG